مهم معلومات
د .....................سره DU Passerelle / Université Lumière Lyon 2
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د لیون (2) پوهنتون کې فرانسوي زده کول
دا څه دي ؟
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته (اپارتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړئ.
دا روزنیز پروګرام چې د پاسیریل (DU Passerelle) - جلاوطنه زده کونکو په نوم یادیږي لاندې زده کړې او فعالیتونه وړاندیز کوي:
- فرانسوي کورسونه،
- کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
- په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د لیومیر لیون (Lumière Lyon 2) پوهنتون د فرانسوي زده کړو نړیوال مرکز (CIEF) د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.
> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د لومیر لیون 2 پوهنتون د پاسیریل (DU Passerelle) - جلاوطنه زده کونکو پروګرام له لارې په هر سمستر کې 240 ساعته د فرانسوي ژبې کورسونه وړاندې کیږي. تاسې به په اونۍ کې 20 ساعته درسونه ولرئ، د سپتمبر څخه تر دسمبر او یا د جنوري څخه تر می پورې.
تاسې به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.
د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیستم په اړه معلومات ومومئ: دا په فرانسه کې زده کوونکی په څه معنی دی او څنګه تعلیمي ژوند کوي، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې کول، پریزنټشنونه جوړول او وړاندې کول او ازموینو ته چمتوالی نیول...
د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.
د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو او ترتیبولو کې مرسته کوي.
مسلکي کسان به همدارنګه ستاسې سره د سي وي CV او پوښښ یا انګیزو لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې روزنیز کورسونو کې د نوم لیکنې یا ثبت نام پروسه کې مرسته کوي.
- د ليد ټاکنې یا اورینټیشن ورکشاپ،
- انفرادي مرکه،
- اداري ملاتړ...
تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:
- کلتوري سفرونه
- د Lumière فلم فستیوال سره شراکت،
- د زده کوونکو سره اړیکه،
- د Nuits Sonores فستیوال سره شراکت،
- د سپورت فعالیتونه (ټینس، لامبو وهل، د آس سواری، او نور).
څنګه یې وکړو ؟
- د راجسټریشن یا نوم لیکنې شرایط: د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.
- د غوښتنلیک نیټه (عمومي میاشتې) : د مارچ څخه تر می پورې
- اړیکه : cief@univ-lyon2.fr
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي