Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ریمز پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کول

د .....................سره le DU Passerelle - Université de Reims Champagne-Ardenne

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université Reims Champagne-Ardenne...میاشي کیږي چې نوي شوي 12 днів тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې هیواد خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړئ.

دا 240 ساعته " په جلاوطنۍ کې د زده کونکو لپاره د ژبني او کلتوري ادغام پروګرام " لاندې موضوعات وړاندیز کوي:

  • د فرانسوي ژبې کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهم معلومات: روزنه لږترلږه د 1 سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د ریمس شیمپین-اردین (Reims Champagne-Ardenne) پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه د نورو معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د Reims Champagne-Ardenne پوهنتون د ډي يو پاسیریل (DU Passerelle) کې د فرانسوي ژبې زده کړو 210 ساعته روزنه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 17 درسې ساعتونه ولرئ، چې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې ترسره کیږي.

په روزنه کې مرسته کوونکي (توتورا)، کلتوري فعالیتونه او په انفرادي ډول مرسته هم شتون لري.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره په دوامداره توګه ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې ډیلف، ډالف DELF-DALF یا ټي سي ایف TCF ازمونیې ترسره کړئ.

مهمه معلومات: که تاسو د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت د مالي مرستې ترلاسه کړئ (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پربنسټ) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې غوښتنه وکړئ.

د زده کړو د دورې په جریان کې، تاسو به په فرانسه کې له پوهنتوني ژوند سره آشنا شئ:

  • زده‌کوونکی کېدل څه معنا لري
  • درسونه او ازموینې څنګه تنظیمېږي
  • کوم ډول ډیپلومونه او زده‌کړیز پروګرامونه شتون لري
  • د درسونو پر مهال د یادښت اخیستلو او له درسونو بهر د بیاکتنې او مطالعې طریقې زده کول
  • د پریزنټېشنونو وړاندې کول
  • د ازموینو لپاره چمتووالی.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د علمي او مسلکي پروژې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، د امکاناتو پورې اړه لري.

  • د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو لیکلو کې مرسته وکړئ، او ستاسې د علاقي وړ د روزنې کورسونو کې په نوم لیکنه کې مرسته وکړي.
  • د فرانسوي / فرانسوي ژبه خبرې کوونکو زده کونکو لخوا په هره ټولګي کې لږترلږه په اونۍ کې یو ساعت ښوونه یا زده کړو کې مرسرته کول
  • د اړتیاوو پر بنسټ انفرادي مرکې.

تاسو به د روزنې په جریان کې بېلا بېلا وړیا فعالیتونو ته لاسرسی ولرئ:

  • د نڅا، تياتر او د سرکس هنر نندارې ته تلل
  • موزیمونو، نندارتونونو او د شیمپین غارونو څخه لیدنه
  • د هنري تمرینونو ورکشاپونه (کورالا، سلم، پلاستيکي هنرونه، او نور).

په اونۍ کې یو ماسپښین د دې فعالیتونو لپاره مختص شوی دی.

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک یا کاندیدۍ لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

Chem. des Rouliers, 51100 Reims, France

Chargement de la carte...

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-reimsایډیټر او کره کتونکی
  • djedoد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • abdulrahmanد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • piedhand1998د صفحي پورته برخه
  • olgد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles