مهم معلومات
د .....................سره DU Passerelle - Étudiants en exil / IEFE - Université Paul-Valéry Montpellier 3
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د مونپلیي پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ
دا څه دي ؟
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.
د جلاوطنو زده کونکو لپاره د پوهنتون پاسیریل ( DU Passerelle) روزنیزه برنامه لاندې موضوعات وړاندې کوي:
- فرانسوي کورسونه،
- فعالیتونه،
- په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا اوسنۍ معلوماتي پاڼه د پوهنتون پول-والري مونپولیي 3 د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.
د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د جلاوطنو زده کونکو لپاره د پول والري مونپولیي 3 پوهنتون پاسیریل (DU Passerelle) د IEFE (د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي زده کړې لپاره د پوهنتون انسټیټیوټ) روزنیزې برنامه کې د فرانسوي ژبې 200 درسي ساعتونه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې له 15 څخه تر 18 پورې درسي ساعتونه ولرئ، د سپتمبر څخه تر دسمبر او یا د جنوري څخه تر می پورې.
تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.
دا هم امکان لري چې د روزنې په پای کې DELF یا DALF ازموینه ترسره کړئ.
د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلوما ترلاسه کړئ: په فرانسه کې زده کونکي په څه معنی ده او څنګه تعلیمي ژوند لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنه شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...
- د ازاد زده کونکي په توګه زده کړې ترسره کول،
- په پوهنتون کې د زده کړې په موخه د فرانسوي ژبې کورسونه (له B2 څخه)
- د پوهنتون استادانو لخوا کورسونه (د B2 څخه)
- ...
د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.
د روزنې په جریان کې، مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي توګه د امکاناتو سره سم، د اکادمیک او مسلکي پروژې په اړه مشورې او ملاتړ کوي.
مسلکي کسان ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسو د خوښې او علاقې وړ کورسونو کې نوم لیکنه ترسره کوي.
- ډله ایز ورکشاپ،
- انفرادي مرکه...
تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:
- کلتوري سفرونه
- سپورتي فعالیتونه،
- د ادغام ویکنډ...
څنګه یې وکړو ؟
- د نوم لیکنې او راجستریشن کولو طریقه او څرنګوالی: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
- د غوښتنلیک نیټه : ټول کال د انتظار لیست سره، د جون په میاشت کې انتخاب
- اړیکه : iefe@univ-montp3.fr
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي