Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نانتس (Nantes) پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره le DU Passerelle / Université de Nantes

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université de Nantes...میاشي کیږي چې نوي شوي 17 днів тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د علمي او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (9 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر او بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا اوسنۍ معلوماتي پاڼه د نانټس په پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د نانتس په پوهنتون کې د پاسیریل ډیپلوم ( DU Passerelle) کې د فرانسوي زده کړې 216 ساعته شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 20 درسي ساعتونه ولرئ، دوشنبه تر جمعې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې د DELF/TCF ازموینه ترسره کړئ.

مهم معلومات: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د زده کړو د دورې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې له پوهنتوني ژوند سره آشنا شئ:

  • زده‌کوونکی کېدل څه معنا لري
  • درسونه او ازموینې څنګه تنظیمېږي
  • کوم ډول ډیپلومونه او رزونې شتون لري
  • د درسونو پر مهال د یادښت اخیستلو او له درسونو بهر د بیاکتنې او مطالعې طریقې زده کول
  • د پریزنټېشنونو وړاندې کول
  • د ازموینو لپاره چمتووالی.

د فرانسې د لوړو زده کړو نظام پېچلی دی.

د زده کړو د دورې په جریان کې، مسلکي کسان له تاسو سره په انفرادي ډول مرسته کوي څو د شته امکاناتو له مخې د خپل علمي او مسلکي راتلونکي په اړه فکر او پلان جوړ کړئ.

  • د سي وي (CV) او د انګېزې لیکونو په لیکلو کې مرسته، او هغو زده کړو ته د نوم‌لیکنې لپاره لارښوونه کوي چې تاسو ورسره علاقه لرئ.

تاسو به د روزنې د دورې په جریان کې بېلا بېلو فعالیتونو ته لاسرسی ولرئ

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې او راجستریشن طریقه او څرنګوالی: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نولیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې) : اپریل
  • اړیکه : scolarite.fle@univ-nantes.fr د نوم لیکنې لپاره، د نورو معلوماتو لپاره sul-duef@univ-nantes.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

Chem. de la Censive du Tertre, 44300 Nantes, France

Chargement de la carte...

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • yoan pouzetد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles