مهم معلومات
د .....................سره le Projet PASREL - Université Clermont Auvergne
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د کلیرمون فیراند پوهنتون کې فرانسوي زده کول
دا څه دي ؟
د PASREL پروژه (د سپورت هنري تمرینونه، غونډې، تخلیقي لیکنې، فرانسوي ژبه) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.
د نږدې 180 ساعتونو دا روزنه لاندې فعالیتونه وړاندیز کوي:
- فرانسوي کورسونه،
- کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
- په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د کلیرمون اوورن Clermont Auvergne پوهنتون PASREL پروګرام کې د فرانسوي ژبې زده کړې 90 ساعته شتون لري.
تاسو به په اونۍ کې نږدې 9 ساعته ټولګي ولرئ.
تاسو به د DELF A1 یا DELF A2 تصدیق یا سرټفیکیشن لپاره 8 ساعته چمتووالی ولرئ.
تاسو به د روزنې په پای کې د DELF A1 یا A2 تصدیق ترلاسه کړئ.
د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ او د DU پاسریل (DU Passerelle) چې د PASREL پروژې ورسته راځي معلومات ترلاسه کړئ.
د روزنې په جریان کې د ځایی او سیمیزو شریکانو سره لیدنې کتنې به د زده کونکو ادغام ته وده ورکولو کې مرسته وکړي.
تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:
- د لیکلو ورکشاپ
- د تیاتر، موسیقۍ او بین الکلتوري ورکشاپ
- کلتوري او سپورتي سفرونه
- د هنرمندانو سره لیدنې کتنې...
څنګه یې وکړو ؟
- د راجسټریشن یا نوم لیکنې شرایط: د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه یا راجستریشن وکړئ.
- د غوښتنلیک نیټه (عمومي میاشتې) : د دسمبر څخه تر جنوري یا جون څخه تر جولای پورې
- اړیکه : pasrel.centre-fleura@uca.fr
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي