Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کلیرمون فیراند (Clermont-Ferrand) پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره le DU Passerelle - Université Clermont Auvergne

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université Clermont Auvergne...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 днів тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل (Diplôme Universitaire (DU) Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته (اپارتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

دا روزنیز پروګرام 310 ساعته روزنه وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ...
مهم معلومات: روزنه لږترلږه 2 سمسترونه (9 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر جون پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه په کلرمون اوورن پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د Clermont Auvergne پوهنتون DU Passerelle روزنیز پروګرام کې په هر سمستر کې د 222 ساعتونو او 260 ساعتونو ترمنځ د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه وړاندې کوي.

ستاسو د کچې پورې اړه لري، تاسې به په اونۍ کې د 17 او 20 ساعتونو ترمنځ زده کړې ترسره کوئ.

تاسې به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

مهم معلومات: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې ځای ولرئ.

  • د زده کړو د دورې په جریان کې به تاسو:
  • په فرانسه کې له پوهنتوني ژوند سره آشنا شئ: زده‌کوونکی کېدل، د درسونو او ازموینو تنظیم، موجود ډیپلومونه او رزنیز پروګرامونه، د درسونو پر مهال د یادښت اخیستلو طریقې، له درسونو بهر د بیاکتنې او مطالعې لارې، د پریزنټېشن وړاندې کول، او د ازموینو لپاره چمتووالی
  • د پوهنتوني ژوند (Vie Universitaire) په ځانګړي ماډیول کې ګډون کول
  • د Université Clermont Auvergne د یوه زده‌کوونکي له خوا د لارښوونې او ملاتړ(Parrainage) ترلاسه کول.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان له تاسې سره د شته امکاناتو سره سم په انفرادي ډول ستاسې د علمي او مسلکي پروژې په ترتیب او رمنځته کولو کې مرسته او مالاتړ کوي.

  • مسلکي کسان همدارنګه ستاسې سره د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، اوستاسې د خوښې روزنې کورسونو کې نوم لیکنه یا ثبت نام کې مرسته کوي.
  • په علمي پروژه کار کول چې د لا فابریک (La Fabrique) لخوا څارل کیږي (د پوهنتون خدمات چې د زده کونکو ادغام، سمت یا له سره لارښوني مسؤل دی)
  • د سمت ټاکنې یا توجیه کول کې ملاتړ

د فرانسې د لوړو زده کړو نظام پېچلی دی.

د زده کړو د دورې په جریان کې، مسلکي کسان له تاسو سره په انفرادي ډول مرسته کوي څو د شته امکاناتو له مخې د خپل علمي او مسلکي راتلونکي په اړه فکر او پلان جوړ کړئ.

  • د سي وي (CV) او د انګېزې لیکونو په لیکلو کې مرسته، او هغو زده کړو ته د نوم‌لیکنې لپاره لارښوونه چې تاسو ورسره علاقه لرئ
  • د پوهنتوني پروژې پر جوړولو کار، د La Fabrique تر څارنې لاندې (دا د پوهنتون هغه خدمت دی چې د زده‌کوونکو د مسلکي ادغام، لارښوونې او بیا لارښوونې مسؤلیت لري)
  • د تحصیلي او مسلکي لارښوونې ملاتړ.

د زده کړو د دورې په جریان کې، تاسو بېلابېلو فعالیتونو ته لاسرسی لرئ:

  • د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ ورکشاپونه
  • کلتوري سفرونه او لیدنې
  • ورزشي فعالیتونه
  • د تیاتر، موسیقۍ او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د تبادلې ورکشاپونه.

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجسټریشن شرایط: د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه یا راجستریشن وکړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (عمومي میاشتې) : د می میاشت په روزنه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه او سیپتمبر میاشت د اداري چارو او داخلي لپاره
  • اړیکه : pasrel.centre-fleura@uca.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د ازموینې او مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

34 Av. Carnot, 63000 Clermont-Ferrand, France

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-clermontد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • cha_antnد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles