مهم معلومات
د .....................سره DU Passerelle / Université Sorbonne Paris Nord
په نښه شوي خلک
قیمت
په ویلیتانیوس (Villetaneuse) پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ
دا څه دي ؟
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او اپارتاید (بې تابعیته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل (Passerelle) روزنه په جلاوطنۍ کې زده کونکي لاندې موارد وړاندیز کوي:
- د B1 کچې د لاسته راوړلو لپاره فرانسوي کورسونه،
- کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
- په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې مرسته او ملاتړ ...
په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه په ویلیتانیوس (Villetaneuse) کې د سوربون پاریس نورد پوهنتون (l'Université Sorbonne Paris Nord) د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي (دا پوهنتون پخوا د پاریس 13 په نوم یادیدو).
د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
په سوربون پاریس نورډ پوهنتون کې د DU Passerelle کې، په لومړي سمستر کې د فرانسوي ژبې 207 درسې ساعتونه او په دویم سمستر کې 213 ساعته شتون لري . تاسو به په پوهنتون کې هره اونۍ 15 ساعته فرانسوي درسونه ولرئ . کورسونه هر ماسپښین د دوشنبې څخه تر جمعې پورې او له دې سره آنلاین کورسونه.
تاسې به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.
دا به هم ممکنه وي چې د روزنې په پای کې د دیلف (DELF) ازموینه ترسره کړئ.
د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...
- ښوونه
- د پوهنتون د کتابتون پیژندنه،
- اداري ملاتړ
د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.
د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.
مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او د کورسونو لپاره راجستر کړئ چې تاسو سره علاقه لري.
- انفرادي مرکې
تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:
- سپورتي فعالیتونه،
- پرله پسې کلتوري سفرونه
- د پوهنتون محصلینو سره اړیکه
- د خبرو اترو ورکشاپونه
- کلتوري فعالیتونه: سندرې ویل، موسیقي، عکاسي...
څنګه یې وکړو ؟
- د نوم لیکنې یا راجستر کولو لارې چارې: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.
- د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې) : د جون څخه تر جولای پورې
- اړیکه : dir-sel@univ-paris13.fr او adm-sel@univ-paris13.fr
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د لیول ازموینې او مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي