Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU PEPS - Université Paris 1 Panthéon-Sorbonne

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 9 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 3.5 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

د پاریس (پنځم) پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم پاسیرل روزنیز پروګرام (DU PEPS Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړئ.

د PEPS روزنه (د پانتیون سوربون پوهنتون ډیپلوم پاسیریل د جلاوطنو زده کوونکو لپاره ) د نږدې 450 ساعتونو زده کړه وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • د انګلیسي کورس (یا بله ژبه)
  • کلتوري فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه دوام کوي (9 میاشتې)، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پاریس 1 پانتیون-سوربون پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د Réfugiés.info پاڼه وګورئ او د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د پاریس 1 پانتیون - سوربون پوهنتون دو پیپس پروګرام (DU PEPS) د سپتمبر څخه تر می پورې نږدې 450 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړو کورسونه لري، چې په لاندې ډول دي:
- په اونۍ کې 14 ساعته فرانسوي درسونه،
- د عصري ژبو یو کورس (انګلیسي، هسپانوي) په هره اونۍ کې 1 ساعت او 30 دقیقې،
- د ماسترۍ کچې فرانسوي زده کونکو سره په اونۍ کې د 2 ساعتونو زده کړه یا کورني کار کې مرسته،
- د TCF او DELF چمتووالي 40 ساعته کورسونه (جنوري او می).

فرانسوي درسونه او کورنې کار کې مرسته د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 بجو د دوشنبې څخه تر جمعې پورې په پاریس کې د پوهنتون په یوه مرکز کې ترسره کیږي. په ټولګي کې حاضري لازمي ده.

تاسې به د پوهنتون پاسیرل ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره د تعلیمي کال په اوږدو کې ازموینې ترسره کړئ او د روزنې په پای کې به د می میاشت کې د DELF او یا TCF رسمي ازموینه هم ترسره کړئ چې (د پوهنتون لخوا تمویل کیږي).

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو د دې امکان لرئ چې هره میاشت د مالي مرستې غوښتنه وکړئ (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې ترسره کولو لپاره د استوګنې ځای ته لاس رسی.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیستم په اړه معلومات ترلاسه کړئ: په فرانسه کې زده کوونکی په څه معنی دی او څنګه ژوند لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنه شتون لري، د ټولګیو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه جوړول او وړاندې کول، د ازموینو لپاره چمتوالی نیول.

هر زده کونکی د زده کونکي کارت لري چې لاندې خدماتو ته د لاسرسي اجازه ورکوي:
- د پاریس 1 پوهنتون کتابتونونو ته لاس رسی
- د پوهنتون روغتیایی خدماتو ته لاس رسی
- د پوهنتون سپورت خدماتو ته لاس رسی
- د پوهنتون معلوماتو او لارښوونې خدماتو ته لاس رسی
- کلتورې خدماتو ته لاس رسی.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو کې مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکیان تاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او د ستاسې د خوښي روزنې کورسونو کې د ثبت نام او راجستریش پروسه کې مرسته کوي:

  • په ډله ایزو او انفرادي ورکشاپونه او غونډي چې د UniR انجمن (پوهنتونونه او کډوال) لخوا تنظیم کيږي چې د UniR او پاریس 1 پوهنتون ترمنځ د همکاری او شراکت په اساس ترسره کیږي.
  • د زده کونکو سره لیدنې ترسره کول، ترڅو په ګډه یوه دوسیه جوړه کړئ او هغوی له تاسې سره مرسته وکړي ترڅو وکولای شئ چې د DU ډیپلوم وروسته د پاریس 1 پوهنتون (یا یو بل پوهنتون) کې د لیسانس یا ماسټرۍ کچې زده کړې ترسره کړئ.

د فرانسوي درسونو سربیره، تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د تياتر ټولګي (په اونۍ کې 2 ساعته)؛
  • کلتوري فعالیتونه ته تګ (موزیمونه، سینما، د کال په پای کې تعلیمي سفر)؛
  • د سپورت څانګې سره د سپورت فعالیتونه.

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-duparis1admin-duparis1د صفحي پورته برخه
foxtrotfoxtrotد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه