Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره le DU Passerelle Étudiants en exil - Université de Perpignan Via Domitia

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, A1, B1

قیمت

وړيا

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د پرپینان پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل روزنیز پروګرام پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې هیواد خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

د پاسیریل (DU Passerelle) - په جلاوطنۍ کې زده کونکو روزنیز پروګرام د 295 ساعته زده کړې وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې رامینځته کولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پرپینا ویا دومیتیا پوهنتون (Université de Perpignan Via Domitia) کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle پروګرام په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د پرپینا ویا دومیتیا پوهنتون د پاسیریل (DU Passerelle) په جلاوطنۍ کې زده کونکو روزنیز پروګرام په هر سمستر کې د فرانسوي ژبې زده کړو 220 ساعته لري.
تاسو به په اونۍ کې 20 ساعته زده کړې ترسره کوئ، د سهار له 8 بجو څخه تر 6 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF/TCF ډیپلوم ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې ترلاسه کړئ (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې ترسره کولو لپاره د استوګنې ځای ولرئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون د سیستم په اړه معلومات ترلاسه کړئ: په فرانسه کې د زده کونکې حیثت لرل په څخه معنی ده، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنه شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې ترسره کول، پریزنټشنونه جوړول او وړاندې کول، ازموینو ته چمتووالی نیول…

  • په هر سمستر کې 22 ساعته ښوونه یا په زده کړو کې مرسته

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې رامنځته کولو کې مرسته او ملاتړکوي.

مسلکیان به همدارنګه له تاسې سره د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې روزنې کورسونو یا زده کړو کې د نوم لیکنې پروسه کې مرسته کوي.

  • د 40 ساعتونو د لورې ټاکنې او مسلکي ادغام لپاره
  • د اداري پروسیجرونو لپاره 10 ساعته ملاتړ

هر سمستر 12 ساعته ټولنیز - کلتوري فعالیتونه:

  • د پوهنتون کلتوري ورکشاپونه
  • فزیکي او سپورتي فعالیتونه،
  • د هنرونو او کلتور د کور نندارې،
  • د ښوونکو لخوا تنظیم شوي کلتوري او تعلیمي فعالیتونه او لیدنې،
  • نړیواله ورځ...

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسې غوښتنلیک ومنل شي، تاسې به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-du-perpignanadmin-du-perpignanایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
pileapileaد صفحي پورته برخه
abdollahbayanishirdaghi@gmail.comabdollahbayanishirdaghi@gmail.comد صفحي پورته برخه
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
gracegraceد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kakarkakarد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه