Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نانتیر (Nanterre) په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ (د B1 کچه)

د .....................سره DU Passerelle B1 / Université Paris Nanterre

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université Paris Nanterre...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) Passerelle پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او اپارټاید (بې تابیعته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

د پوهنتون B1 کچې د پاسیریل روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې.
دا مهمه ده چې د روزنې پیل کولو لپاره د B1 کچه ولرئ. موخه دا ده چې د DU B2 کې د دویم سمستر (جنوري څخه تر می پورې) کې نوم لیکنه وکړي، ترڅو د روزنې په پای کې د B2 کچه تایید کړي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پاریس نانتیر (Nanterre) پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د پاریس نانتیر (Nanterre) پوهنتون د DU پاسیریل B1 کچې پروګرام کې د فرانسوي ژبې 240 درسي ساعتونه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 20 ساعته کورس ولرئ، د سهار له 8:30 څخه تر 6:00 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې د ټي سي ایف TCF ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې پوهنتون ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او د کورسونو لپاره راجستر کړئ چې تاسو سره علاقه لري.

  • اجتماعي ورکشاپونه
  • انفرادي مرکې

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري سفرونه
  • سپورتي فعالیتونه

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې یا راجستر کولو لارې چارې: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د می او جولای میاشتو تر مینځ د غوښتنلیک یا کاندیدۍ څو دورې

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو فایل ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-nanterreایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • katarginaد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles