Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د رین (Rennes) پوهنتون کې فرانسوي زده کول

د .....................سره le DU Passerelle - CIREFE - Université Rennes 2

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université Rennes 2...میاشي کیږي چې نوي شوي 12 днів тому

د پاسیریل پوهنتون ډیپلوم (DU) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې وطنه (اپارتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړو ترسره کولو لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي .

دا روزنیز پروګرام 230 ساعته روزنه وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې رامینځته کولو او جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي ، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د رین (2) پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د رین (Rennes 2) پوهنتون د پاسیریل (DU Passerelle) پروګرام کې نږدې 230 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه شتون لري.
تاسو به په اونۍ کې د 16 څخه تر 18 ساعتونو پورې ټولګي ولرئ، د سهار له 8:30 څخه تر 6 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې دیلف ( DELF) ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې ځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون د سیستم په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې زده کوونکي په څه معنی ده او څنګه ژوند کوي، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه چمتوکول او ازموینو ته چمتوالی نیول…

  • د پوهنتون د میتودولوژي اړوند کورس
  • د B2 کچې څخه پيل: په اونۍ کې یو کورس د فرانسوي زده کونکو سره د پوهنتون د روزنې او څیړنې واحد (UFR) کې.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیستم پیچلی دی.

د زده کړو د دورې په جریان کې، مسلکي کسان له هر زده کوونکي سره په انفرادي ډول مرسته کوي څو د هغه د علمي او مسلکي راتلونکي په اړه، د شته امکاناتو له مخې، فکر او پلان جوړ کړي.

  • د پوهنتون د لارښوونې او مسلکي ادغام کورسونه
  • د پوهنتون د معلوماتو او لارښوونې خدمت ته لاسرسی
  • د سي وي (CV) او د انګېزې لیک د لیکلو ورکشاپونه
  • د مسلکي ادغام د یوې ټولنې له خوا د وړیا ملاتړ امکان.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري سفرونه (موزیمونه، لیدنې، کلتوري پروژې، او نور)
  • هنري ورکشاپونه (سینما، راډیو، لیکنه، تیاتر، کنسرتونه، او نور)
  • د پوهنتون لخوا وړاندیز شوي سپورتي فعالیتونو ته لاسرسی

د پوهنتون د پاسیریل ډیپلوم د زده کونکی په صفت تاسې کولی شئ چې د پوهنتون ټولو خدماتو څخه ګټه پورته کړئ:

  • د پوهنتون کتابتونونه
  • د زده کونکو روغتیایی خدمت (ټولنیز او روغتیایی خدمتونه)
  • د زده کونکي ژوند خدمات (هرکلۍ، معلومات، د زده کونکو تعقیب او مرسته)
  • د فزیکي او سپورتي فعالیتونو لپاره د انټر یونیورسټي خدمات
  • د پوهنتون د معلوماتو او جهت موندنې (اورینټیشن ) او د مسلکي ادغام خدمات
  • کلتوري خدمات (فعالیتونه، کنسرتونه، سینما، نندارتونونه او داسې نور په وړیا توګه)

څنګه یې وکړو ؟

بیا به تاسو د غوښتنلیک پلیټ فارم ته د ننوتلو لپاره د بریښنالیک له لارې یو لینک ترلاسه کړئ.

یادونه: د غوښتنلیک یا نوم لیکنې پایلې د جون د پای او د جولای د پیل ترمنځ لیږل کیږي او د سپتمبر میاشت کې ټولګي پیل کیږي.

Lieu d'accueil

Place du Recteur Henri Le Moal, 35000 Rennes, France

Chargement de la carte...

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-rennesایډیټر او کره کتونکی
  • ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mohamedsayedx81@gmail.comد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • foxtrotد صفحي پورته برخه
  • cha_antnد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles