Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د پاریس (۱۳م) پوهنتون کې فرانسوي زده کول

د .....................سره DU Passerelle - INALCO

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل پروګرام د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکو، مهاجرینو او بې وطنه (اپرتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې ترسره کولو لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کول.

په INALCO (د ختیځو ژبو او تمدنونو ملي انسټیټیوټ) کې، د DU Passerelle روزنه په دوو کلونو کې ترسره کیږي.

د لومړي کال په جریان کې د (B1 څخه تر B2) کچې پورې د 520 ساعتونو روزنه وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • د لیکلو او کمپیوټر ورکشاپونه،
  • د انګلیسي ژبې کورسونه،
  • کلتوري فعالیتونه،
  • په فرانسه کې د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ،
  • په ختیځو ژبو او تمدنونو کې دوه کورسونه (اختیاري).
مهمه یادونه: لومړی کال دوه سمسترونه دوام کوي (8 میاشتې)، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د ختیځو ژبو او تمدنونو ملي انسټیټیوټ (INALCO) روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د انالکو د پاسیرل روزنیز پروګرام ( INALCO DU Passerelle ) کې په لومړي کال کې نږدې 270 ساعته فرانسوي کورسونه شتون لري (B1 څخه B2).

تاسو به په اونۍ کې 20 ساعته ټولګي ولرئ، د سپتمبر څخه تر می پورې.

دا هم امکان لري چې تاسې د INALCO لخوا وړاندیز شوي د ختیځو ژبو او تمدنونو کورسونه ترسره کړئ (اختیاري).

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ، د DU پاسیریل روزنیز پروګرام هر کال ډیپلوم ته لاسرسی ورکوي.

په دوهم کال کې (B2 څخه تر C1) په هره اونۍ کې 9 ساعته فرانسوي درسونه شتون لري. تاسې به ددې فرصت ولرئ چې په ورته وخت کې یو لیسناس پیل کړئ یا یوه بله روزنه تعقیب کړئ، د بیلګې په توګه په نړیوالو اړیکو یا نړیوالې سوداګرۍ کې (د لیسناس له دویم کال څخه).

مهمه یاونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو امکان لرئ چې هره میاشت د مالي مرستې غوښتنه وکړئ (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د زده کړې په موده کې د استوګنې غوښتنه وکړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کوونکي په توګه ژوند کول یا زده کوونکی په څه معنی دی، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې ترسره کول، پریزنټشنونه جوړول، او د ازموینو لپاره چمتوالی نیول…

  • د کمپیوټر ورکشاپ،
  • د نورو زده کونکو سره ښوونه یا په زده کړه کې مرسته ترلاسه کول (انفرادي کورسونه)،
  • د هغو زده کوونکو سره جوړه یا ملګرې کیدل چې ستاسو مورنۍ ژبه زده کوي،
  • د بولاک BULAC (د ژبو او تمدنونو پوهنتون کتابتون) ته لاسرسی.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې را مینځته کولو او په اړه یې فکر کولو کې ملاتړ وکړي.

مسلکیان ستساې سره د سي وي CV او پوښښ یا انګیره لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسې د خوښې روزنې کورسونو کې نوم لیکنه کې مرسته کوي.

  • د یو ښوونکي لخوا انفرادي ملاتړ،
  • د نورو زده کونکو سره اړیکه (بحث، ملاتړ، او نور)
  • د اړتیا په صورت کې د رواني مشکلاتو په اړه رواني خدمات
  • د پوهنتون څخه بهر د کلینیکي ارواپوه سره د کتنې او مرستې امکان.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د لیکلو ورکشاپ،
  • د څو ژبو تیاتر ورکشاپ،
  • کلتوري سفرونه
  • د انالکو INALCO او د پاریس دیدرو پوهنتون د سپورت مرکز.

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجسټریشن شرایط: د پوهنتون ویبپاڼه ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (عمومي میاشتې) : د می څخه تر جون پورې
  • اړیکه : sophie.hohmann@inalco.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • sofijonایډیټر او کره کتونکی
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
  • bissoد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • mgtد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • edenawol@gmail.comد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • ange242د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles