Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle - Université de Franche-Comté

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

په بیسانسون (Besançon) پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوالو او اپارټاید (بې تابیعته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه، ځانګړي فرانسوي کورسونه، د پوهنتون میتودولوژي کورسونه، فرانسوي کلتور...
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر او بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د "د مهاجرینو لپاره د روزنې او ملاتړ پروګرام" د یوې برخې په توګه په بیسانسون (Besançon) کې د فرنچ-کومتی (Franche-Comté) پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ستاسې کچې پورې اړه لري، د فرنچ - کامتی په پوهنتون کې د پاسیریل ډیپلوم کې د 215 او 254 ساعتونو ترمنځ د فرانسوي ژبې درسې کورسونه شتون لري.

تاسو به په اونۍ کې 18 ساعته درسونه ولرئ، هر سهار او ماسپښین.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې د ټي سي ایف یا ډیلف (DELF / TCF) ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې پوهنتون ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او د کورسونو لپاره راجستر کړئ چې تاسو سره علاقه لري.

  • د دوامدارې زده کړې او عملي کار او زده کړي څانګه (SeFoC'Al)

- د عملي کار او زده کړې وړاندې کول (په ورته وخت کې په خپله رشته کې د کار کولو پرمهال زده کړي)

- ستاسو د مسلکي تجربې تصدیق کولو او سرتفکیت ترلاسه کولو لپاره د لاسته راوړنو او تجربو (VAE) تایید کولو اړوند د کړنلارو وړاندې کول.

  • د استخدام ستاج اورینټیشن خدمت (OSE)

- د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک لیکلو کې مرسته

- د انټرنشپونو یا ستاجونو موندلو کې مرسته ...

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د تطبیقي ژبپوهنې مرکز کلتوري خدمت : سپورت، کلتور، سفرونه، تفریح ...
  • کتابتون: ناولونه، طنزونه، مجلې، ډي ویډیز DVDs، کمپیوټرونو ته وړیا لاسرسی چې انټرنیټ سره وصل دي.

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجستر یا نوم لیکني لارې چاري: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټې (په عمومي توګه میاشتې) : د سپتمبر میاشت کې د زده کړې پیل کولو لپاره می - جون او د جنوري میاشت کې د زده کړې پیل کولو لپاره د نومبر څخه تر دسمبر
  • اړیکه : fle-pem@univ-fcomte.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو فایل یا دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
fle-pemfle-pemایډیټر او کره کتونکی
faramarzfaramarzد صفحي پورته برخه
lamealameaد صفحي پورته برخه
mariammariamد صفحي پورته برخه
velidchuk oleksandrvelidchuk oleksandrد صفحي پورته برخه
javadjavadد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه