Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د .....................سره Programme Étudiants Réfugiés / École des Ponts ParisTech

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 2 سمسترونه

په شامپ سور مارن کې د انجینرۍ په ښوونځي کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

د پاسیریل روزنه (Formation Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړو کولو لپاره

په فرانسوي ژبه کې ښه کچه ترلاسه کړي او زده یې کړي.

د "کډوالو زده کونکو پروګرام" روزنه 505 ساعته درسي پروګرام وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر جنوري او بیا د فبروري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا معلوماتي پاڼه په Champs-sur-Marne کې د École des Ponts Paris Tech کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

مهمه یادونه: د نوم لیکنې لپاره ضروري ده چې تاسو د دولسم سند او 2 کاله اضافي (bac+2) زده کړې ترسره کړې وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په École des Ponts ParisTech کې د کډوالو زده کونکي پروګرام کې د فرانسوي ژبې زده کړو 280 ساعته شتون لري. تاسو به په اونۍ کې د 15 څخه تر 20 ساعتونو پورې درسي ساعتونه ولرئ، د سهار له 10 بجو څخه تر 4 بجو پورې.

تاسو به د فرانسوي ژبې زده کړې آنلاین پلیټفارم فریلو (Frello) آنلاین (سایټ او اپلیکیشن) ته لاسرسی ومومئ.

تاسو به (د فرانسوي ژبې پوهاوي ازموینه) TCF په جنوري او بیا په می کې ترسره کړئ او TOEIC په اپریل کې.

د روزنې په جریان کې تاسو به په فرانسه کې د لوړو زده کړو سیستم په اړه معلومات او پوهاوی ترلاسه کړئ: په فرانسه کې زده کونکی کیدل په څه معنی دی، درسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د درسونو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له درسونو بهر مطالعه ترسره کول، پریزنټشنونه اماده کول، ازموینو ته چمتو کیدل ...

  • د کمپیوټر ورکشاپونه،
  • ساینس ورکشاپونه،
  • د ښوونځي په ساینسي څانګو کې کورسونه،
  • د خبرو اترو ورکشاپونه
  • د پوهنتون میتودولوژي ...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي توګه د امکاناتو سره سم، د اکادمیک او مسلکي پروژې په اړه همکاري او مرسته کوي.

مسلکي کسان ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسو د خوښې او علاقې وړ زده کړو کې د نوم لیکنې او راجستریشن پروسه کې مرسته او همکاري کوي.

  • ډله ایز ملاتړ او د لارښوونې ورکشاپونه: ENIC NARIC، پوښښ لیک، سي وي CV، غوښتنلیکونه، د انټرنشپونو یا ستاجونو لټون او د کار او زده کړو پروګرامونه، د مرکو لپاره چمتووالی او داسي نور.
  • د مسلکونو پیژندنه کې روزنه، د هر زده کونکي لپاره یو همکار او مرسته کونکي کس یا سپانسرشپ او د ښوونځي د پخوانیو زده کونکو لخوا د کار او مسلک په اړه د ورکشاپونو تنظیمول، د شرکت په فعالیتونو کې ګډون
  • د پروګرام په جریان کې او وروسته انفرادي ملاتړ: اداري، کور، ټولنیز، زده کړې ...

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د ښوونځي امکاناتو ته لاسرسی: کتابتون، د زده کونکي کارت، د تخفیف سره کانټین، جم، کلبونه او اتحادیې ...
  • د ښوونځي د نورو زده کونکو سره فعالیتونه: تفریحي سفرونه، غونډي، د غرمې ډوډۍ، او نور.
  • میوزیم ته کلتوري سفرونه یا د پاریس په ښار کې چکر وهل

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې او راجستریشن طریقه او څرنګوالی: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه او راجستریشن ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه : د می څخه تر جولای پورې
  • اړیکه : per@enpc.fr

د غوښتنلیک سپارلو وروسته، تاسو به د ښوونځي څخه ځواب ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
iris_5033iris_5033د صفحي پورته برخه
naghamnaghamد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه