Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle / Université du Littoral Côte d'Opale

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1

قیمت

وړيا

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د ډنکرک پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پروګرام پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې وطنه (اپرتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې ترسره کولو لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کول.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه یو اکادمیک کال دوام کوي، د سپتمبر څخه د می تر پایه پورې.
دا په کال کې د 474 ساعتونو څخه تر 520 ساعتونو پورې درسونه وړاندې کوي .

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د لیتورال کوټ د اوپال پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د Réfugiés.info پاڼه کې د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د DU Passerelle پدې پروګرام کې د فرانسوي ژبې کورسونو 240 درسې ساعته شتون لري. تاسو به په اونۍ کې نږدې 7 ساعته ټولګي ولرئ، دوشنبه تر جمعې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا ممکنه ده چې د لیل پوهنتون سره د روزنې په پای کې DELF/TCF B2 ازموینې هم ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسې د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ د روزنې بشپړولو لپاره هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیستم په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ: په فرانسه کې یو زده کوونکی څه ته وای او څنګه ژوند کوي، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به تاسې د خپل پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه فکر کولو کې ملاتړ ولرئ.

تاسو به دا فرصت ولرئ چې د پوهنتون لخوا د ټولو زده کونکو لپاره تنظیم شوي "د کار لومړۍ ورځې" کې برخه واخلئ. مسلکي کسان هم ستاسو سره ستاسې د سي ويCV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې زده کړو کورسونو کې د نوم لیکنې ترسره کولو کې مرسته کول.

تاسو به د ډیجیټل سرچینو کارولو لپاره هم ملاتړ ولرئ.

تاسې به د دې روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري: د موزیم لیدنه، د شفاهي بیان ورکشاپ، د لیکلو ورکشاپ، پدې پوهیدل چې څنګه اروپا کار کوي،
  • هنري: نندارتونونو څخه لیدنه، کنسرتونو ته تګ،
  • سپورت

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې شرایط: د کاغذي غوښتنلیک دوسیه ("د مناسبي داخلې غوښتنه") باید له virginie.marion@univ-littoral.fr ویبپاڼې څخه ترلاسه کیدای شي.
  • د غوښتنلیک نیټه (عمومي میاشتې): د می څخه تر جولای پورې

د غوښتنلیک لیږلو وروسته ، تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې تاسو ته به پکې خبر درکړل شي چې ایا ستاسې غوښتنلیک منل شوی دی او کنه. که ستاسې غوښتنلیک منل شوی وي، تاسې به یوه مرکه ترسره کړئ. بیا به تاسو یو بل بریښنالیک ترلاسه کړئ چې تاسو ته خبر درکوي چې ستاسې غوښتنلیک په نهايي توګه منل شوی دی.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
xavidumxavidumاډمین
a mugniera mugnierاډمین
du_ulcodu_ulcoد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه