Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle - Université Bretagne Sud

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ګډون کچهتقریبا 5 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه, چهارشنبه

دا چېرته دی ؟

لورینت(Lorient) یا وان(Vannes) ښارونو کې په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) Passerelle پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او اپارټاید (بې تابیعته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • د کلتوري او سپورت ورکشاپونه،
  • په فرانسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکولو یا د روزنې وروسته د دندې موندلو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه 1 سمستر دوام کوي : د سپتمبر څخه تر دسمبر او د جنوري څخه تر اپریل پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د سویلي برتین (Bretagne Sud) پوهنتون (UBS) کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ .

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دا روزنه ستاسې تر کچې پورې اړه لري، په هر سمستر کې د فرانسوي ژبې زده کړو له 232 او 256 ترمنځ درسې ساعتونه شتون لري .

تاسو په اونۍ کې د 20 څخه تر 22 ساعتونو پورې درسې ساعتونه او ورکشاپونه ترسره کوئ، د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4 بجو پورې.

د روزنې په پای کې، تاسو د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینه ترسره کوئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیز معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او په هغو کورسونو کې چې تاسو ورسره علاقه لری د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کوي.

  • انفرادي او ډله ایز ملاتړ: د اورینتیشن ارزونه، د سي وي CV لیکل، د شبکې جوړول، د کمپیوټر کورسونه، او نور.
  • د خپلې خوښې زده کړې او د اهدافو لاسته راوړلو په موخه انفرادي دوسیه رامینځته کول.
  • د جنوبې برتین (Bretagne Sud) پوهنتون کې یو بلې روزنې ته د ننوتلو دمخه د ښوونکي او مسؤل کس سره مرکه.

بېلا بېیلو فعالیتونو ته لاسرسی لرل:

  • کلتوري فعالیتونه (د لورینټ ښار او د هغې شاوخوا ته د لارښود سره سفرونه، تیاتر، د تاریخي ځایونو څخه لیدنه، د لورینټ بندر څخه لیدنه، د سب میرین فلور څخه لیدنه ...).
  • د سپورت فعالیتونه (فوټبال، باسکیټبال، او ټول سپورتونه چې د پوهنتون د سپورت څانګې لخوا وړاندې کیږي).

څنګه یې وکړو ؟

  • د غوښتنلیک لیږلو لپاره : clubs@univ-ubs.fr ته بریښنالیک واستوئ
  • د غوښتنلیک نیټه : د سپتمبر په میاشت کې د نوم لیکنې لپاره د جولای څخه مخکې او د جنوري لپاره په دسمبر کې
  • نور معلومات : د Université Bretagne Sud ویب پاڼه وګورئ

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د کچې ازموینې او مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
du université bretagne suddu université bretagne sudایډیټر او کره کتونکی
nounouد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
darlapmdarlapmد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه