Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle B2 / Université Paris Nanterre

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 4 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 17 ساعتونه هره اونۍ

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

د نانتیر(Nanterre) په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ (د B2 کچه)

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle ) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي، کډوال اواپرتاید (بې تابعیته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

د B2 کچې پاسیریل (DU Passerelle) روزنه لاندې موارد وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه یو سمستر (4 میاشتې) د جنوري څخه تر اپریل پورې دوام کوي.
تاسو ته سپارښتنه کیږي چې د DU B1 روزنه کې د لومړي سمستر (د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې) نوم لیکنه وکړئ ځکه چې DU B2 د DU B1 دوام دی.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پاریس نانتیر پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د نانټیر په پوهنتون کې د DU Passerelle کچه B2 کې، د فرانسوي ژبې 204 درسې ساعتونه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 17 ساعته درسونه ولرئ، د سهار له 8:30 څخه تر 6:00 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې ټي سي ایف TCF ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو پراساس) او د روزنې لپاره استوګنځای ولرئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او په هغو کورسونو کې چې تاسو ورسره علاقه لری د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کوي.

  • اجتماعي ورکشاپونه
  • انفرادي مرکې

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري سفرونه
  • سپورتي فعالیتونه

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې طریقه: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د می او جولای تر مینځ د غوښتنلیک څو دورې

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسې دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-du-nanterreadmin-du-nanterreایډیټر او کره کتونکی
mariammariamد صفحي پورته برخه
katarginakatarginaد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
karina.mkarina.mد صفحي پورته برخه
alice.malice.mد صفحي پورته برخه
marion24marion24د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه