Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کان (Caen) ښار پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

د .....................سره DU Passerelle (DUPEX) / Université de Caen Normandie

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université de Caen Normandie...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 jours

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل ( Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې هیواد خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د پوهنتون زده کړې پیل یا بیا پیل کړي .

دا روزنه لاندې موضوعات وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • کلتوري ورکشاپونه
  • په فرانسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکولو یا د روزنې وروسته د دندې موندلو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (4 میاشتې): د سپتمبر څخه تر دسمبر یا د جنوري څخه تر می پورې دوام کوي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا معلوماتي پاڼه د کان ښار په پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره د Refugees.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په دې روزنه کې د فرانسوي ژبې 276 ساعته درسونه شامل دي. تاسو به په هره اونۍ کې 23 ساعته ټولګي ولرئ، په هر سمستر کې د 12 اونیو لپاره. ټولګي د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 8:00 بجو څخه تر 6:00 بجو پورې ترسره کیدی شي.

تاسو به د هر سمستر په پای کې د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF/TCF ازموینه هم ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ، لکه په پوهنتون زده کونکی په څه معنی ده، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به تاسو د امکاناتو سره سم د خپل پوهنتون او مسلکي پروژې په رامینځته کولو کې ملاتړ او مرسته ولرئ.

مسلکي کسان به ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او ستاسو د خوښې او علاقې وړ زده کړو کې د نوم لیکنې بهیر کې مرسته او ملاتړ کوي.

دا روزنه همدارنګه لاندې خدمات هم وړاندیز کوي:

  • د اداري او اکادمیک ملاتړ لپاره په اونیز ډول اداري خدمات،
  • په فرانسه کې د لوړو زده کړو کورسونو کې د پریزنټشن او معلوماتو اړوند ورکشاپونه،
  • د بيلا بيلو پلیټفارمونو د خدماتو څخه د استفادې اړوند د معلوماتو او لارښوونې ورکشاپونه، لکه (پارکورسوپ، زما ماسټرۍ موندل Trouver Mon Master، اي کاندیدیتوب E-Candidat، او داسې نور) او په غوښتنلیکونو کې مرسته کیدل
  • د زده کونکو په نندارتون کې ګډون او د پوهاوي او سوداګرۍ نندارتون ...

تاسو به د دې روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د سولې لپاره د نارمنډي په فورم کې ګډون
  • د نندارتون لیدنه
  • سینما ته تګ
  • په نورمنډي کې د سیاحتي ځایونو لیدنه،
  • د پوهنتون سپورتي فعالیتونه
  • د مختلفو پروژو په رامنځته کولو کې ګډون کول، لکه (د عکسونو نندارتون جوړول، د راډیو پروګرام جوړول، د کنسرت جوړول او ترویج، د پیوستون خواړو لپاره د بېلا بېلو هیوادو د خوړو مینو رامنځته کول)

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې جزئیات : مهرباني وکړئ د پوهنتون ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.

د غوښتنلیک نیټه : د لومړي سمستر لپاره مارچ او د دوهم سمستر لپاره اکتوبر

اړیکه :

ستاسو د غوښتنلیک سپارلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

Lieu d'accueil

Maison des langues et de l'international, 14000 Caen, France

02 31 56 53 63

intl.fle.soutien@unicaen.fr

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • eliséaد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • admin-du-unicaenایډیټر او کره کتونکی
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles