Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU TREMPLIN / Université Bordeaux Montaigne

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2

قیمت

وړيا

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د بوردو پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې وطنه (اپرتاید) خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې ترسره کولو لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

د DU TREMPLIN ډیپلوم تاسې ته لاندې موارد وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه
  • فزیکي فعالیتونه
  • کلتوري فعالیتونه
  • د زده کړو بیا پیلولو پروژې په ترتیبولو کې ملاتړ
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه دوام کوي (۸ میاشتې). لومړۍ سمستر د سپتمبر میاشت کې پیل کیږي او دوهم سمستر د می میاشت کې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز پروګرامونه شتون لري. دا پاڼه د بوردو مونتین پوهنتون روزنې په اړه معلومات روزنه وړاندې کوي.

> د DU Passerelle روزنیز پروګرام په اړه د نورو معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه کې اړوند فایل ولولئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د DU TREMPLIN روزنیز پروګرام کې د فرانسوي زده کړې 384 ساعتونه شتون لري.
تاسې به په اونۍ کې 20 ساعته درسونه ولرئ.

تاسې به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا ممکنه ده چې د روزنې په پای کې د DELF ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسې د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسې د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسې کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې ځای ولرئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ترلاسه کړئ: په فرانسه کې د یو زده کوونکي په توګه ژوند او تحصیل کول، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه جوړول او ازموینو ته چمتووالی نیول…

د DU TREMPLIN لاندې موضوعات هم وړاندیز کوي:

  • د پوهنتون د میتودولوژي اړوند کورسونه
  • د پوهنتون په نورو زده کړو کې د شمولیت په موخه کورسونه.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به تاسې وکوالی شئ د امکاناتو پراساس په پوهنتون کې د زده کړو او مسلکي پروژې په اړه فکر کولو لپاره ملاتړ ولرئ.

مسلکي کسان همداراز ستاسې سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې روزنې کورسونو کې د نوم لیکنې پروسه کې مرسته کول.

د اتحادیو له لارې تنظیم شوي ډله ایز ورکشاپونه هم شتون لري.

تاسې به د DU TREMPLIN روزنیز پروګرام په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • پریزنټشن او د پوهنتون کیمپسونو څخه لیدنه،
  • د نورو زده کونکو سره د تندم پروګرام،
  • روغتیایی ورکشاپ،
  • تفریحي سفرونه او لیدنې،
  • د پوهنتون ورزشي فعالیتونه...

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجسټریشن یا نوم لیکنې شرایط: د پوهنتون ویبپاڼه ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې): د مارچ له پای څخه تر اپریل پورې
  • د بریښنالیک اړیکه: defle@u-bordeaux-montaigne.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسې به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
camille naucamille nauایډیټر او کره کتونکی
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
sergeysergeyد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
orkhan kerimovorkhan kerimovد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه