مهم معلومات
د .....................سره l'ATMF

په نښه شوي خلک
قیمت
د انټرنیټ له لارې یا په آنلاین بڼه د اداري پروسیجرونو ترسره کول زده کړئ
دا څه دي ؟
ستاسو د حقونو (ګټو، خدماتو، او نورو) په هکله د پوهیدو او غوښتنې کولو لپاره ملاتړ او مرسته، او د کمپیوټر یا سمارټ فون له لارې د اداري پروسیجرونو د ترسره کولو څرنګوالي زده کولو لپاره لنډ روزنیز کورسونه.
په پاریس کې، د 2023 کال سپتمبر او دسمبر میاشتو ترمنځ ډیری ورکشاپونه شتون لري:
- لومړۍ ورکشاپ: "د ډیجیټل ټکنالوژې پیژندنه": 4 ساعته روزنه، 10 برخه اخیستونکي یا زده کونکي
- دوهم ورکشاپ: "د کورنۍ د تخصیص صندوق (CAF) اړوند پروسیجرونه"، 7 ساعته روزنه، 10 برخه اخیستونکي یا زده کونکي
- دریم ورکشاپ: "د پریفکتور اړوند پروسیجرونه"، 7 ساعته روزنه، 10 برخه اخیستونکي یا زده کونکي
- څلورم ورکشاپ: "د کارموندنې مرکز اړوند پروسیجرونه"، 7 ساعته روزنه، 10 برخه اخیستونکي یا زده کونکي
یادونه: د ورکشاپونو نیټې په لاندې ډول دي: د سپټمبر 12، اکتوبر 6، د نومبر 16 او د دسمبر 12، 2023.
راجستریشن او نوم لیکنه لازمي ده.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، تاسو به ومومئ چې تاسو د کارموندنې مرکز Pôle Emploi او کاف CAF څخه د کومو خدمتونو مستحق یاست او ترلاسه کولای شئ، او څنګه د دې حقونو ترلاسه کولو لپاره د انټرنیټ له لارې غوښتنه کولای شئ، د بیلګې په توګه د ایغیسا RSA، د بیکارۍ ګټې، او داسي نور حقونو ته لاس رسی.
ددې مرستو او همکارۍ موخه دا ده چې د انټرنیټ له لارې وکولای شئ تاسو په خپله په یوازې سر طرزالعملونه او پروسیجرونه ترسره کړئ، د بیلګې په توګه: د کاف CAF ادراې ته درې میاشتنۍ اعلامیه یا خپلو عایداتو معلومات ورکړئ، د یو سند بشپړول او د کار موندنې مرکز (Pôle Emploi) ته لیږل، په پریفیکتور کې د ملاقات وخت اخیستل ...
څنګه یې وکړو ؟
د راجستریشن او نوم لیکنې لپاره تاسو کولی شئ:
- 0142559182 شمیرې ته زنګ ووهئ
- بریښنالیک واستوئ: national@atmf.org
- د ATMF دفتر ته په لاندې پته د سیشنبې او جمعې په ورځو کې راشئ:
- 10 rue Affre 75018 Paris
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي