Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د DIU Passerelle - DILAMI سره

Université de Toulouse
د.........لخوا وړاندیز شويUniversité de Toulouse

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, A1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 10 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 20 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

ایا تاسو غواړئ زده کړې پیل یا بیا پیل کړئ؟

تاسو کولی شئ د تولوز پوهنتونونو پاسریل ډپیلوم پروګرام (Diplôme InterUniversitaire Passerelle (DIUP)) کې د شاملیدو لپاره غوښتنه وکړئ.

دا روزنه په فرانسوي ژبه ترسره کیږي، (د A2، او B1 او B2 کچه)چې د اروپایی اتحادیې او اوکیټینی (Occitanie) سیمې لخوا په ګډه تمویل کیږي، چې په پوهنتون او مسلکي پروژه کې د جلاوطنو خلکو سره مرسته او ملاتړ کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د Diplôme InterUniversitaire Passerelle (DIUP) DILAMI - ډیپلوم له لارې د B2 کچې په لرلو سره زه د فرانسې د لوړو زده کړو په تاسیساتو کې د خپلې خوښې روزنې کې نوم لیکنه کولای شم او یا زه کار کولی شم.

د بهرنۍ ژبې (FLE) کورسونو په توګه د فرانسوي ژبې سربیره، زه د خپل پوهنتون او مسلکي تعقیب پروژې کې د ملاتړ څخه ګټه پورته کوم.

که زما غوښتنلیک ومنل شي، زه کولی شم په پوهنتون کې د راجستریشن فیس ورکولو پرته ځان ثبت کړم.
برسېره پردې، زه د زده کونکي وضعیت او CROUS بورسونو ته لاسرسۍ لرم (د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکو لپاره تر 28 کلنۍ پورې بورسونه شتون لري).
د دې عمر څخه هاخوا، زه کولی شم د فوق العاده مرستې څخه ګټه پورته کړم چې هر کال تر 35 کلنۍ پورې ورکول کیږي.

  • ورکشاپونه چې تاسو په فرانسه کې د مدني ژوند لپاره چمتو کوي
  • د تولوز د تاریخي میراث او کلتوري ژوند په اړه ځان خبرول
  • یوه هنري پروژه چې تاسو د پوهنتون په کال کې د خپلې ډلې او خپل ستاد سره چمتو کوئ

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک دوسیه د DILAMI ویب پاڼه کې شتون لري.

یوځل چې دوسیه بشپړه شي، تاسو کولای شئ هغه د ملاتړو اسنادو سره په لاندې پته د فبروري او مارچ میاشتو په جریان کې د راتلونکي تعلیمي کال پیل لپاره ولیږئ: .dilami@univ-toulouse.fr

که ستاسې غوښتنلیک بشپړ وي، تاسو به د جون میاشت کې د روزنیز پروګرام د یو ښوونکي سره د یوې مصا حبي لپاره وغوښتل شئ

د مصاحپي څخه وروسته په تاسو ته یو بریښنالیک واستول شي چې ایا تاسو د DIUP DILAMI په پرګرام کې ثبت شوی او شامل شوی یاست او که نه.

  • پناه غوښتونکی، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکی، کډوال یا لنډمهاله خوندیتوب ولري
  • لږترلږه 18 کلن وي او لږترلږه د دولسم سند (یا مساوي) کچه لرل
  • په تولوز کې یا شاوخوا کې ژوند کوي
  • د لوړو زده کړو د دوام یا بیا پیلولو پلان ولري
  • د اړونده روزنې ترسره کولو سره علاقه ولرئ او موجود اوسئ.
  • د زده کړې موده: د سپتمبر څخه تر جون پورې د یوې بهرنۍ ژبې (FLE) په توګه د فرانسوي زده کړې 400 ساعته
  • وختونه: په اونۍ کې 16 ساعته، دوشنبه تر جمعې
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
support aepaafsupport aepaafد صفحي پورته برخه
basheer al ghothanibasheer al ghothaniد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
cécilecécileد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
laborde-tuyalaborde-tuyaایډیټر او کره کتونکی
dilamidilamiایډیټر او کره کتونکی