مهم معلومات
د .....................سره د ښځو دوه اړخیزه مرسته او خپلواکي (پاریس) او CACIS/میزون دی ایلا Maison d'Ella (بوردو)
په نښه شوي خلک
قیمت
مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د ښځو سره د تاوتریخوالی له حالاتو څخه د وتلو او د دوی د صدماتو او ټراوما څخه د وتلو لپاره ملاتړ کوي.
په پاریس کې Femmes Entraide et Autonomie (Paris) او CACIS/Maison d'Ella (Bordeaux) کډوالو او نویو راغلو میرمنو ته دا فرصت وړاندې کوي چې له مسلکي کسانو سره وګوري:
- انفرادي ملاتړ (ټولنیز کارکونکي، ارواپوهان، ډاکټران، مختلف معالجین، او نور)
- اجتماعي ورکشاپونه (هوساینه، ځان ته درناوی، د هنر له لاري درملنه، او نور).
یادونه: دا ملاتړ په اصل کې د نوي راغلو کسانو لپاره دی.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
مشاورین تاسو ته مشوره درکوي او ستاسو په پروسیجرونو او چارو کې ستاسو ملاتړ کوي.
ستاسو د اړتیاو سره سم انفرادي او یا ډله ایز ملاتړ وړاندیز کیږي. دا کیدای شي رواني ملاتړ، د هنر له لاري درملنه یا د روغتیا ورکشاپونه، یا د ورکشاپونو نور ډولونه وي.
دا ملاتړ به تاسو سره په فرانسه کې ستاسو سره د ژوند په جوړولو کې مرسته کوي.
څنګه یې وکړو ؟
د FEA یا د میزون د ایلا (CACIS/Maison d'Ella) سره د بریښنالیک یا تلیفون له لارې اړیکه ونیسئ:
- FEA: laureline.guigon@feaasso.org، 07 45 69 01 37
- CACIS/ Maison d'Ella : maisondella33@gmail.com، 05 57 09 25 77
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
10 مرسته کونکي فعالیت کوي