Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Destination Emploi

CREPI IDF
د.........لخوا وړاندیز شويCREPI IDF

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 1 année
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
بانکي حساب لرل
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

د ساختمانۍ په برخه کي د قالب سازی کسب زده کړئ او دنده ومومئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

دا څه دي ؟

د ساختماني سکټور په برخه کې یو کلنه روزنه، د قالب سازۍ یا چت جوړوني کسب زده کړئ. شټرر یا قالب اچونکي د ساختماني په برخه کې د کانکریټ دیوالونه جوړوي، په اړونده برخه کط شرکتونه مسلکي کسانو ته ډیره اړتیا لري.

روزنه په څو مرحلو کې تنظیم شوې ده:

  • لومړۍ مرحله: اساسات زده کول ( دوه نیمي میاشتې بشپړ وخت زده کړي، پرته له معاش)

د 10 څخه تر 12 پورې د یو ګروب سره، د فرانسوي، ریاضياتو او معلوماتي ټکنالوجۍ درسونه، پریزنټشنونه او د شرکت لیدنې، کلتوري فعالیتونه، انفرادي تعقیب.

یادونه: د روزنې پته کولی شي د فعالیتونو پورې اړه ولري، مګر په عمومي توګه کورسونه د پاریس په لسم او یوولسم زون کې ترسره کیږي.

  • دویمه مرحله: د کار لپاره چمتووالی (له 6 څخه تر 8 میاشتو بشپړ وخت روزنه، د معاش سره)

د "کارمندانو د روزنې تړون" لاسلیک کول، د یو لنډمهاله ادغام ادارې، Humando سره، ترڅو د کسب زده کړې ته دوام ورکړي او په ورته وخت کې په ساختماني سایټ یا ځای کې کار وکړي.

  • دریمه مرحله: کار پیدا کړئ

د کار نړۍ ته د ننوتلو او یو تړون لاسلیک کولو لپاره شخصي مرستې (مسلکي قرارداد، لنډمهاله یا مستقیم استخدام).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په ساختماني برخه کې د قالب جوړونکو یا چت اچوونکو کسانو شتون اړین دی او د کار ډیری فرصتونه شتون لري.

د کورسونو او د روزنې په جریان کې په شرکت کې د کار له لاري، تاسو به کار کولو ته چمتو اوسئ او تاسو به اماده یاست چې په پای کې یو تړون لاسلیک کړئ.

روزنه د ورځني ژوند او کار لپاره (د ساختمانۍ د برخی اصطلاحات او لغتونو زده کړې) لپاره د فرانسوي ژبې په ښه پوهیدو او خبرې کولو کې مرسته کوي ، همدارنګه د ریاضیاتو او کمپیوټر غوره کارولو کې هم مرسته درسره کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

لومړنۍ معلوماتي غونډې: د سپتمبر په پیل کې

ډینیسا اسپاس Denisa ISPAS

د پروژې یا ماموریت مسؤول CREPI Ile-de-France

denisa.ispas@crepi.org

د پاڼې سر
په همکاري د

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
veronika@allaverdiyev.frveronika@allaverdiyev.frد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
denisa ispasdenisa ispasایډیټر او کره کتونکی