Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په رستورانت کې پخلی کول

د .....................سره د Refugee Food Festival سره

د.........لخوا وړاندیز شوي Refugee Food ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د کډوالو د خوړو فیستیوال د پخلی کولو فیستیوال دی چې هر کال د جون د 20 په شاوخوا کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ترسره کیږي.

دا په 10 فرانسوي ښارونو کې په رستورانتونو کې ترسره کیږي: پاریس، لیل، لیون، مارسیل، بورډو، سټراسبورګ، رینس، نانټس، ډیجن او مونټپیلیر.

د دې جشن په جریان کې، تاسو کولی شئ په رستورانونو کې پخلی وکړئ او خپل خواړه او کلتور شریک کړئ.

یادونه: تاسو د دې کار لپاره معاش ترلاسه کوئ.
د فستیوال څخه وروسته، تاسو کولی شئ د دایمي دندې موندلو یا د خوړو په برخه کې روزنه ترلاسه کړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

که تاسو پدې فستیوال کې برخه واخلئ ، تاسو کولی شئ د ریستورانت په سکتور کې تجربه ترلاسه کړئ او له مسلکي کسانو سره لیدنه وکړئ.

د فستیوال په پای کې، تاسو کولی شئ د رستورانت او هوټل په سکتور کې د روزنې یا دندې موندلو یا خپل مسلکي فعالیت پیل کولو لپاره په لاندې مواردو کې ملاتړ او همکاري ترلاسه کړئ :

  • د مسلکيانو سره د لیدو فرصت
  • د شرکتونو سره ناستي
  • د کار موندلو او غوښتنلیکونو لیږلو لپاره د CV لیکلو اړوند زده کړئ.

د جشن په جریان به تاسو د خلکو سره ووینئ او خپل خواړه او کلتور به ورسره شریک کړئ.

تاسو به هم د پخلنځي او شرکت له لارې په فرانسه کې د کډوالو د وضعیت په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو کې مرسته وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ په مستقیم ډول لاندې بريښنالیک ته لیک واستوئ، او دا پکې ذکر کړئ چې تاسو په راتلونکي فستیوال کې د ګډون کولو لپاره لیوالتیا لرئ. د ښار مشخص کول مه هیروئ.

fanny@refugee-food.org

غوښتنلیکونه د کال په اوږدو کې منل کیږي.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • margotgltاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • youد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • cécileد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • agathelaد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • refugeefoodد صفحي پورته برخه

Liens utiles