Panneau de gestion des cookies

مهم معلومات

د .....................سره د EMILE سره

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

د ایل دی فرانس (Ile-de-France) څخه بهر د استوګنې موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 mois

دا څه دي ؟

ایا تاسو د فرانسې په ایل-دی-فرانس سیمه کې ژوند کوئ؟ که داسې وي، تاسو کولی شئ د CLIL پروګرام کې ګډون وکړئ.

پدې برنامه مسلکي کسان له تاسو مرسته کوي تر څو د فرانسې په بله سیمه کې د ژوند کولو پروژې رامینځته وکړي، لکه پدې ښارونو کې (Savoie, Lozère, Cantal, Seine-Maritime... ).

یادونه: د ایمیل (Emile) پروګرام د هغو خلکو لپاره ده چې په فرانسه کې ژوند کوي او د کور او باثباته دندې موندلو کې ستونزې لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو د هستوګنې موندلو او د فرانسې په یوه بله سیمه کې میشته کیدو کې مرسته کیږئ.

تاسو په مسلکي پروژه کې، د کارموندنې او حرفوي زده کړو په لور ستاسو په چارو او پروسیجرونو کې مرسته کیږی.

ستاسو د خپل راتلونکي اوسیدو ځای څخه لیدنه کوئ او د کارمندانو سره لیدنې ترسره کوئ، ستاسو د خوښې په ساحه کې د شمولیت له لاري.

تاسو به په محل کې د یوې اتحادیې لخوا تعقیب او همکاري درسره ترسره کیږي، ترڅو ستاسو په میشت کیدو او ستاسو مسلکي ادغام په ښه توګه پرمخ ولاړ شي.

څنګه یې وکړو ؟

د EMILE سره د تلیفون له لارې په لاندې وختونو کې تماس نیودلای شئ:

  • دوشنبه تر پنجشنبې د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې.
  • جمعه د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 2 څخه تر 4 بجو پورې.

خپله غوښتنه په مستقیم ډول د تماس په فورمه کې ولیکئ.

پته: emile@giphabitat.org

د هرې میاشتې په لومړۍ او دریمه دوشنبه د سهار له 10 بجو څخه تر 12 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه د ماسپښین تر 5 بجو پورې په لاندې پته زموږ دفتر ته راشئ:

3 rue Franklin, 93100 Montreuil

د پاڼې سر

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
andressa bittencourtandressa bittencourtاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
youyouد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
alexisalexisد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
agathelaagathelaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
virginie lbvirginie lbایډیټر او کره کتونکی
ymh582760@gmail.comymh582760@gmail.comد صفحي پورته برخه