د انټرنیټ له لارې مسلکي فرانسوي زده کړئ
سره د MOOC Travailler en France سره

د انټرنیټ له لارې مسلکي فرانسوي زده کړئ

سره 
د MOOC Travailler en France سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 26 juil. 2022

دا څه شی دی؟

آنلاین فرانسوي زده کړې چې تاسو یې په ګرځنده تلیفون، ټابلیټ یا کمپیوټر کې ترسره کوئ، کله چې تاسو وخت لرئ.

ویډیوګانې او تمرینونه د لغتونو تشریح کوولو لپاره شتون لري:

  • د کار موندلو څرنګوالی زده کړئ،
  • یوه اعلان ته غوښتنلیک ولیکئ او واستوئ،
  • د کار مرکه پاس کول،
  • یو شرکت کې مد غم کیدل،
  • په ټیم کې کار کول
  • د همکارانو سره اړیکه ...

یادونه: د دې کورس په پای کې، د ژبې د کچې رسمي سند شتون نلري.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د هغو مسکلونو او دندو اړوند مسلکي لغتونه زده کړي چې خلک په کار ګماري.

د آنلاین کورسونو له لارې به تاسو د مهمو سکتورونو لغتونه زده کړئ لکه، ساختماني، هوټلونه، رستورانتونه، معلوماتي ټکنالوجۍ، روغتیا، شخصي خدمات او سوداګریز خدمتونه.

د طرزالعملونو، اجراآتو ترسره کولو او غوښتنلیکونو لیږلو په اړه لغتونه زده کړئ

ځینې فعالیتونه د غوښتنلیکونو لیږلو او (بیا) د دندې موندلو لپاره د اداري طرزالعملونو په پوهیدو کې مرسته کوي.

وګورئ چې تاسو دکورس په اړوند ښه پوهیدلې یاست

د هرې لړۍ په پای کې، سایټ د ځان ارزونې وړاندیز کوي ترڅو د خپل ځان د زده کړې کچه وګورئ چې تاسو نوي ټکي یاد کړي او که پرمختګ مو کړی دی.

یادونه: په پای کې، تاسو کولی شئ د کورس حاضري سند ډاونلوډ کړئ ترڅو تایید کړئ چې تاسو زده کړې تعقیب کړي او تمرینونه مو ترسره کړې دي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا سند د ژبې د کچې رسمي سند ندی.

کله چې تاسو وخت لرئ په خپل سرعت کار وکړئ

تاسو کولی شئ په کورس کې په آزاده توګه مخ په وړاندې لاړ شئ او په هغه ترتیبونو او فعالیتونو باندې کار کول غوره کړئ چې تاسو ورسره علاقه لرئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

سایټ ته لاړ شئ او نوم لیکنه ترسر کړئ!

د نوم لیکني لپاره: دلته کلیک وکړئ!

د سکرین په پورتنۍ ښۍ خوا کې په "نوم لیکنه" کلیک وکړئ او د کورس پیل کولو لپاره د راجسټریشن یا نوم لیکني فورمه ډکه کړئ.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

DIAIR
Délégation interministérielle pour l'accueil et l'intégration des réfugiés

Partenaires

Alliance Française

Responsable

DIAIR

Délégation interministérielle pour l'accueil et l'intégration des réfugiés

Partenaires

Alliance Française