Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره PARE 76

Média Formation
د.........لخوا وړاندیز شويMédia Formation

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1, B2, C1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 6 او 12 میاشت ترمنځ

دا چېرته دی ؟

د دندې یا روزنې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 mois

دا څه دي ؟

د یو مسلکي کس چې تاسو سره د دندې یا وړتیا روزنې په لټه کې له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې مرسته او همکاري کوي.

ستاسو د وخت او شتون سره سم به تاسو هره اونۍ یا هرو دوو اونیو کې د دندې پیدا کولو کې له همکار کس سره یوه ناسته ترسره کوی،

هیڅ ټاکلی مهالویش او وختونه شتون نلري، البته تاسو باید ژمن اوسئ چې په غونډو، ډله ایز ورکشاپونو، د کارموندنې فورمونو کې برخه واخلئ (په روین (Rouen) په کار ګمارونکو شرکتونو سره ناستې او کتنې) ...

یادونه: په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- لږترلږه په شفاهي توګه د A1 کچه ولرئ
- د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي
- کډوال حیثت او اسناد ولری، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکی وي، بې هیواد شخص اسناد، یا نوی راغلی کس وی (د 5 کلونو څخه لږ د استوګنې اجازه ولری).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو سره به د روزنې یا دندې په موندلو کې مرسته کیږې چې تاسو ورسره علاقمندې لری:

  • موږ په فرانسه او نورو هیوادونو کې ستاسو کاري تجربې په ګډه ګورو.
  • موږ ګورو چې ایا تاسو دمخه روزنه ترسره کړې او که اړتیا لری چې په فرانسه کې روزنه ترسره کړئ. موږ تاسو سره د روزنیز مرکز په موندلو کې مرسته کوو چې تاسو ورسره علاقه لري.
  • دا ممکنه ده چې د نوي مسلکونو د زده کړې په موخه ستاجونه یا انټرنشپونه ترسره کړئ که تاسو نه پوهیږئ چې کومه دنده غوره او ترسره کړئ.

هره اونۍ، تاسو کولی شئ د نورو خلکو سره په ورکشاپ کې برخه واخلئ:

  • یوه سي وي CV او پوښښ لیک جوړ کړئ
  • د کار لغتونه زده کړئ
  • د دندې مرکې په جریان کې د ځان معرفې کول زده کړئ
  • د ګټورو ویب پاڼو څخه د استفادې لپاره د کمپیوټر کارول زده کړئ لکه کاف، د کار موندنې مرکز او داسې نور (Pôle Emploi, CAF...).

تاسو د 2 میاشتو مودې چمتوالي او اماده ګۍ امکان لرئ ترڅو هغه دندې یا شغلونو چې خلک په کار ګماري، لکه د پاک کاری یا شخصي مرستې دندې.

دا تاسو ته اجازه درکوي د مسلک اساسات زده کړئ او په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ ، بیا د وړتیا روزنې ته داخل شئ.

تاسو کولی شئ په یوه شرکت کې یو یا څو ستاجونه یا انټرنشپونه ترسره کړئ:

  • مسلکي پروژه تایید کړئ: داسې دنده ومومئ چې تاسو د زړه له کومې ورسره علاقه لری یا په فرانسه کې نوې دنده ومومئ.
  • خپل مهارتونه تایید کړئ: وګورئ چې ایا هغه دنده او شغل چې تاسو مخکې ترسره کړې واقعیا په فرانسه کې ورته دی او ومومئ چې ایا تاسو اړتیا لرئ چې روزنه ترسره کړئ، لکه (په فرانسوي ژبه کې روزنه ، تخنیکي روزنه) ترڅو د دې وړتیا پیدا کړئ چې ورته دندې ته په فرانسه کې دوام ورکړئ.
  • مسلکي کسانو سره لیدنې ترسره کول.

څنګه یې وکړو ؟

په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو کولی شئ د کوچني ګروپ معلوماتي غونډه کې برخه واخلئ:

چیرته ؟ د رسنیو په روزنه (Média Formation) کې په لاندې پته:

(3 rue du Four, 76 100 Rouen)

كله ؟ هره اونۍ یا هرو دوو اونیو کې. د راتلونکو نیټو د معلومولو لپاره، تاسو کولی شئ موږ ته بریښنالیک واستوئ یا موږ ته زنګ ووهئ.

د غونډې وروسته، که تاسو وغواړی نو تاسو کولای شئ د دندې اړوند روزونکي یا همکار کس سره انفرادي ناسته هم ولرئ.

  • د بریښنالیک له لارې: pare76@media-formation.fr
  • د تلیفون له لارې: 0235710225 یا 0635351041
د پاڼې سر
په همکاري د
Mission locale de l'Agglomération Rouennaise

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

hugo stéphanhugo stéphanاډمین
claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
naghamnaghamد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
camille branelleccamille branellecایډیټر او کره کتونکی
robyncrfrobyncrfد صفحي پورته برخه
iris_5033iris_5033د صفحي پورته برخه
hosamhosamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
debodeboد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه