مهم معلومات
د .....................سره UniR Universités & Réfugié.e.s
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د میرمنو ترمنځ ورکشاپونه: په خپلوشخصي او ټولنیزو مسلکي مهارتونو کار کول
دا څه دي ؟
د دې ورکشاپونو موخه هغه میرمنې دي چې د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي یا پناه غوښتونکي دي! زموږ هیله دا ده چې تاسو ته د تبادلې، باور او زده کړې لپاره یو ځای وړاندې کړو، په کوم کې چې تاسې کولی شئ دوستانه شیبې یو له بل سره شریکي کړئ، له نورو میرمنو سره ووینئ او نوي شخصي او ټولنیز - مسلکي مهارتونه زده کړئ، کوم چې ستاسې په ورځني ژوند، لوړو زده کړو او یا مسلکي ژوند کې ستاسو سره مرسته کوي.
د 📆 د راتلونکو ورکشاپونو مهالویش دلته ترلاسه کړئ: https://bit.ly/atelierselles
د خپلې خوښې ورکشاپونو لپاره نوم لیکنه وکړئ! دا ورکشاپونه د نوم لیکنې یا راجستریشن له لارې وړیا دي، چې د مسلکي ادغام متخصصینو لخوا رهبري او پرمخ وړل کیږي او یوازې د میرمنو لپاره خلاص او د لاس رسي وړ دي.
د ماشوم پاملرنې یا ساتنې امکانات شتون لري.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د دې ورکشاپونو موخه د ښځینه کډوالو او پناه غوښتونکو ترمنځ د ناستې او لیدو کتو لپاره یو مناسب چاپیریال او ځای رامنځته کول دي.
دا موضوعاتي ورکشاپونه تاسو ته اجازه درکوي چې نوي شخصي او ټولنیز - مسلکي مهارتونه ترلاسه کړئ ترڅو وکولای شئ خپلې راتلونکي پروژې رامینځته کړئ!
دا ورکشاپونه چې د د ټولنیز مسلکي ادغام متخصصینو لخوا رهبري او تنظیم کیږي ترڅو هغوی تاسې ته ډیرو معلوماتو، سرچینو او فرصتونو ته د لاسرسی امکانات برابر کړي.
څنګه یې وکړو ؟
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي