په مسلکي او شخصي پروژو کې ملاتړ کیدل
سره د Poitou سیمه ایز ادغام ماموریت سره

په مسلکي او شخصي پروژو کې ملاتړ کیدل

سره 
د Poitou سیمه ایز ادغام ماموریت سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 11 mai 2022

دا څه شی دی؟

سیمه ایز ماموریت یوه ټولنه ده چې د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو ته چې د ښوونځي له سیسټم څخه بهر دي ښه راغلاست واي، معلومات او لارښوونه ورته کوي.

دا له ځوانانو سره په ډیری پروژو او بېلابېلو کچو کې ملاتړ او مرسته ورسره کوي:

  • د دندې موندل،
  • روزنې موندل،
  • نقل او حرکت (ترانسپورت...)
  • د استوګنې موندل
  • روغتیايې خدمات او صحت ته پاملرنه،
  • په وګړیتوب په اهمیت پوهیدل.

سیمه ایز ماموریت په پواتیر(Poitiers )او ګراند پوتیر (Grand Poitiers) کې شتون لري.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

86 - Vienne

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

86 - Vienne

ولې دا په زړه پورې ده؟

په مسلکي ادغام کې شخصي او انفرادي مرسته

هر سړی د دندې موندلو، روزنې او د هغوی د مهارتونو د پراختیا په برخه کې ملاتړ ترلاسه کوي.

د ځوانانو ژمنتیا تړون لاسلیک کول

د مختلفو معیارونو سره سم د میاشتني عایدپه لرلو سره د 6 میاشتو یا 12 میاشتو مودي لپاره ملاتړ.

د محلي شبکې پیژندل

تاسو به د هر شخص د اهدافو او اړتیاو مطابق د Poitiers په سیمه کې د یو شمیر جوړښتونو او شریکو ادارو او سازمانونو سره په اړیکه کې شئ : کار، روزنه، کور، اداري چاري او داسي نور.

د روغتیا لپاره مرسته

د پویټو (Poitou) سیمه ایز ادغام ماموریت د ډاکټر ، ارواپو، قابلې سره د ملاقات اخیستو او لیدو سره د روغتیایې خدماتو وړاندیز کوي ...

د سالم پاتې کیدو لپاره وقایوي اقدامات هم شتون لري.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د محلي ماموریت سره اړیکه ونیسئ

مهرباني وکړئ د یوه مشاور سره د ملاقات وخت واخلئ:

  • په ویب پاڼه کې: https://www.mli-poitiers.asso.fr (موږ سره اړیکه ونیسئ)
  • د تلیفون له لارې: 05.49.30.08.50
  • د بریښنالیک له لارې:

secretariat@mli-poitiers.asso.fr

  • په مستقیم ډول د Poitiers دفتر په لاندې پته راشئ:

30 Rue des Feuillants، 86000 Poitiers.

دوشنبه، چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5 بجو پورې.

سه شنبه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې د سه شنبې په ماسپښین اداره تړلي وي.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Mission locale d'insertion du Poitou