مهم معلومات
د .....................سره AL BPI - AUDACIA - د استوګني او لوژستیک خدمات
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د استوګنې په موندلو کې مرسته ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د یوه تولنیز کارکونکي له لورې د استوګنې لټون کې ملاتړ، په دې اړه د لازمو ګامونو پوهاوی او په استوګنځي کې میشت کیدل.
یادونه: دې ملاتړ ته د لاسرسي لپاره، تاسو باید:
- په ویین (Vienne) سیمه کې د ټولنیز کور لپاره غوښتنه کړې وي،
- باثباته سرچینې او عاید ولري
- د خپل استوګنځای اړوند پلان او پروژي د کار کولو توان ولرئ،
- د یوه ټولنیز همکار له لورې معرفي شوي یاست (د SIAO پلیټ فارم له لارې).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د ملاتړ هدف دا دی چې تاسو سره په فرانسه کې د دوامداره استوګنې موندلو او لټون اړوند پوهاوي کې مرسته وشي.
ټولنیز کارکونکی به له ما سره مرسته وکړي چې خپل دوسیه جوړ کړم، زما بودیجه اداره کړم، د ملاقاتونو په پوهیدو او زما بیلونو تعقیبولو کې مرسته وکړي.
ټولنیز کارکونکی به تاسو سره ستاسو د کورپه تنظیمولو ، فرنیچر یا د کور وسایلو او تجهزاتو موندلو ، اکونټونو خلاصولو (بریښنا ، ګاز ، اوبو) ، پته بدلولو کې مرسته وکړي ...
د ملاتړ موخه دا هم ده چې ما ته اجازه راکړئ چې په خپل نوي کور کې خپلواک واوسم: خپل ګاونډ وپیژنم، پوه شم چې چیرته د مرستې ترلاسه کولو لپاره لاړ شم، د فعالیتونو موندلو لپاره ...
څنګه یې وکړو ؟
دې برنامې ته د لاسرسي لپاره ستاسو ټولنیز همکار باید تاسو د SIAO پلیټ فارم له لارې معرفي کړي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي