Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د Konexio سره

Konexio
د.........لخوا وړاندیز شويKonexio

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 12 میاشت

دا چېرته دی ؟

د کمپیوټر ساینس تخنیکین په توګه روزنه ترسره کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 mois

دا څه دي ؟

د سیسټمونو او شبکو د لوړو زده کړو تخنیکي روزنې برنامه (TSSR) یو کال دوام کوي.

  • د سیسټم او نټورکنګ تخنیکانو لپاره انټنسیو ډیجیټل روزنه
  • د انتقالي او ارتباطي مهارتونو زده کړه ("نرم مهارتونه")
  • د سیسټمونو او شبکو د لوړو تخنیکي ازموینو لپاره چمتووالی (RNCP کچه 5 سرلیک)

یادونه: د معلوماتي ټکنالوجۍ لوړو زده کړو تخنیکین د معلوماتي ټیکنالوژۍ زیربنا یا شبکې په جوړولو او او سم فعالیت کې خدمات ترسره کوي. هغه په ځانګړي ډول په سیسټمونو او نټورکنګ او همدارنګه په هارډویر او سافټویر په برخه کې کار کوي.

د دې روزنې وروسته، Konexio د خپلو شریکانو له لارې د ستاج یا کار او زده کړي (الترنناس) فرصتونه وړاندې کوي. هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې زده کونکي فرصت لري چې خپل مهارتونه د پیرودونکو سره تمرین کړي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په Konexio کې د TSSR روزنه یوه سخته روزنه ده چې د bac +2 کچې (RNCP 5) کې مسلکي سرلیک یا ډیپلوم وړاندې کوي.

تاسو به د کار بازار کې ارزښت لرونکي تخنیکونه زده کړئ لکه کلاوډ کمپیوټنګ ، سیسکو شبکې او سایبر امنیت په برخه کې زده کړي.

د کار او زده کړې (الترنناس) برنامې له لارې به هغه خلک چې په روزنه کې برخه اخلي ډیپلوم او لومړۍ مسلکي تجربې ته لاسرسی ولري، کوم چې ستاسو CV قوي کوي.

روزنه د زده کونکو لپاره 100٪ فیصده وړیا ده او یو کمپیوټر به تاسو ته پور درکول کیږي.

د ښوونکي له ټیم څخه یو لارښود او بشپړ تعقیب شتون لري ترڅو له زده کونکو سره د هغوی په مسلکي پروژو کې مرسته وکړي.

روزنه په ټولیز ډول 800 => ساعته ده چې 400 په شدید ابتدايي کور کې + 400h کورس په بدیل کورس کې دوام کوي.

د مسلکي سرلیک یا ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره مسلکي تجربه لازمي ده.

  • د سوداګرۍ مهارتونه 35h
  • سټیک tcp/ip او پرمختللي شبکې 55h ساعته
  • د شبکې تجهیزاتو اداره 85h ساعته
  • مجازی یا ویرچویلیزاسیون، کلاوډ او د معلوماتو ساتنه 80h ساعته
  • امنیت او د پیښو مدیریت 90h ساعته
  • د وینډوز سیسټم زده کړه 45h ساعته
  • د لینکس سیسټم زده کړه 60h ساعته
  • نرم مهارتونه 50h ساعته
  • بشپړونکي یا اضافي کورسونه د نټورکنګ، کلاوډ کمپیوټنګ، سایبر سیکورټي په برخه کې 300h ساعته

څنګه یې وکړو ؟

په روزنه کې د ثبت نام لپاره زمونږ ویب پاڼې ته مراجعه وکړي او په دې اړه ټولې لارې چارې په صفحه کې تشریح شوي : https://bit.ly/candidatures-konexio

یادونه: موږ په کال کې په اوسط ډول دوه دورې ترسره کوو. په هره دوره 20 ځایونه لري.

د نوم لیکنې وروسته او د پیل نیټې څخه 2 میاشتې دمخه، تاسو به یوه تخنیکي ازموینه ترلاسه کړئ چې تاسو یې له خپل کور څخه په آنلاین بڼه ترسره کولای شئ، چې 1 ساعت دوام کوي.

که دا ازموینه بریالۍ ترسره کړئ، تاسو به د 30 دقیقې د شمولیت مرکې لپاره وغوښتل شي.

که دا ټولي مرحلې په بریا سره ترسره کړئ، نو تاسو به د Konexio د نوي دورې د سیسټمونو او شبکې تخنیکین د زده کړو برخه شئ!

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
ammar alsassaammar alsassaد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
linzzzlinzzzد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
konexiokonexioایډیټر او کره کتونکی