په مسلکي نړۍ کې د شمولیت لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ
سره د le centre Le Rocheton سره

په مسلکي نړۍ کې د شمولیت لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

سره 
د le centre Le Rocheton سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 7 juin 2022

دا څه شی دی؟

د فرانسوي ژبې زده کولو لپاره او د دندې موندلو لپاره کافي کچې ترلاسه کولو لپاره وړیا او بې معاشه روزنه ترسره کړئ.

د روزنې په پای کې په یوه شرکت کې انټرنشپ یا ستاج د 3 اونیو لپاره تنظیم شوی (بې معاشه). مرکز د ګډون کوونکو سره مرسته کوي چې د دوی مسلکي پروژې رامینځته کړي او د انټرنشپ یا ستاج ترسره کولو لپاره شرکت ومومي.

  • په 4 میاشتو کې 417 ساعته روزنه،
  • په اونۍ کې 4 ورځې (دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه او جمعه) د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 4 بجو پورې د 1 ساعت د غرمې وقفې سره. د غرمې ډوډۍ د روشتون (Le Rocheton) مرکز رستورانت کې وړاندیز کیږي او خوړل کیږي،
  • 8 ځایونه د هغو خلکو لپاره چې د A1 کچه لري یا د A1 څخه ښکته کچه ولري،
  • د نوم لیکنې لپاره، دا اړینه ده چې د استوګنې جواز (کارت دی سیجور) یا د ریسپسي کاپي له ځان سره راوړئ،
  • اصلي معیار او غوښتنه داده چې د CIR تړون مو لاسلیک کړی وي، د جمهوریت د ادغام تړون د اوفي OFII سره).

یادونه: روزنه د می په 16، 2022 پیل کیږي.
په کال کې 2 روزنیزي ناستې شتون لري (نورې نیټې به ورسته اعلان شي).
دا ممکنه ده چې د می له 16 وروسته یو غوښتنلیک واستوئ: که چیرې لاهم ځایونه شتون ولري، تاسو ته به د یو ناستي ترسره کیدو لپاره وخت درکړل شي؛ که نه نو تاسو به د انتظار په لیست واچول شئ او که کوم بل ګډونوال روزنه پریږدي له تاسو سره به اړیکه ونیول شي.

د تلیفون له لارې اړیکه نیول: 01.64.37.68.29 یا د بریښنالیک له لارې : fle@ymca-rocheton.fr

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د CIR تړون لاسلیکول

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

4 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

77 - Seine-et-Marne

مهم!

د CIR تړون لاسلیکول

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

4 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

77 - Seine-et-Marne

ولې دا په زړه پورې ده؟

د کار لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

د دې روزنې موخه په فرانسوي ژبه کې پرمختګ او په مسلکي نړۍ کې د استفاده کیدو د ګټورو لغتونو زده کول دي.

مسلکي پروژه جوړه کړئ او په یوه شرکت کې انٹرنشپ یا ستاج ترسره کړئ

د روزنې مرکز د هر ګډون کونکي له مسلکي پروژې سره تطابق کوي او له تاسو سره د انٹرنشپ یا ستاج ترسره کولو لپاره د یوه شرکت موندلو کې مرسته کوي.

د فرانسوي کورسونو وروسته، تاسو به په یوه سکټور کې یو شرکت ومومئ چیرې چې به تاسو 3 اونۍ تیره وی او خپل ستاج به هلته ترسره کړئ (انټرنشپ بې معاش دی).

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د Le Rocheton مرکز سره اړیکه ونیسئ

  • د بریښنالیک له لارې: fle@ymca-rocheton.fr
  • د تلیفون له لارې: 01.64.37.68.29
  • د مرکز په د فتر کې: Rue de la forêt, 77000 La Rochette
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
9دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Centre Le Rocheton