د فرانسوي روزنې کچه A1 ترسره کړئ
سره د PIAL ځوانانو پروګرام سره

د فرانسوي روزنې کچه A1 ترسره کړئ

سره 
د PIAL ځوانانو پروګرام سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 1 août 2022

دا څه شی دی؟

د PIAL - د ژبې د زده کړې له لارې د ادغام کورس د هغو ځوانو بهرنیانو لپاره یوه برنامه ده چې د نړیوال محافظت څخه ګټه (د قبولۍ اسناد لرونکي) پورته کوي، د 16 څخه تر 25 کلونو پورې عمر لري او په فرانسوي ژبه خبرې نشي کولای.

د ژبې د روزنې په پای کې ګډونوال کولی شي د A1 کچه تایید کړي:

  • د روزنې موده: 200 ساعته
  • په اونۍ کې د روزنې موده : 21 ساعته، 3 ورځې
  • ساعتونه: د سهار له 9 بجو څخه تر 5 بجو پورې

ورسته ګډون کونکي کولی شي د مسلکي ادغام لپاره یوه بله برنامه پیل کړي (د مثال په توګه PEE - دندې ته د ننوتلو روزنه،د ځوانانو راتلونکي Avenir jeunes، او داسي نورې)

یادونه: دا اړینه ده چې په روزنه کې د نوم لیکنې او راجستریشن لپاره د محلي ماموریت لخوا درسر مرسته وشي او د هغوی لخوا ترسره شي.

دا د چا لپاره دی؟

موده

3 میاشتې

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

موده

3 میاشتې

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

په فرانسوي ژبه کې پرمختګ

د 3 میاشتو روزنې وروسته ګډونوال به د فرانسوي ژبې اساسات زده کړه وي.

دفرانسوي ژبې A1 کچې رسمې ډیپلوم ترلاسه کړئ

د روزنې په پای کې ګډون کوونکي د DILF یا DELF A1 ازموینه وړیا ترسره کوي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د محلي ماموریت څخه وغواړئ چې تاسو ته لارښوونه وکړي او برنامې ته مو معرفي کړي

  • که تاسو نږدې سیمه ایز یا محلي ماموریت سره ثبت یاس او د هغوی لخوا تعقیب کیږی، تاسو کولی شئ د یوه مسلکي شخص څخه وغواړئ چې تاسو د دې روزنې لپاره ثبت او راجستر کړي.
  • که تاسو د محلي ماموریت لخوا تعقیب نه شئ، تاسو باید لومړی د محلي ماموریت دفتر ته لاړ شئ او له هغوی سره ځان ثبت کړئ.
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

F.I.D.E. (Formation Insertion pour le Développement et l'Emploi)