Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د دندې لټون کې د یو لارښوونکي لخوا ملاتړ کیدل

د .....................سره د le programme "Coup 2 Mains" سره

د.........لخوا وړاندیز شوي La Cravate Solidaire - IDF ...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 роки тому

دا کار په پرمهال او دندې موندني او لټون کې یو انفرادي او شخصي ملاتړ دی.


د مسلکي ګمارنې او استخدام یو داوطلب لخوا هر هغه کس چې د دندې په لټون کې دی په انفرادي ډول ملاتړ کیږي، ترڅو یې مسلکي نړۍ ته لاسرسی اسانه کړي.


د اعظمي 6 میاشتو لپاره، ټرینر یا مرسته کونکۍ کس په انفرادي ډول د کاندید سره تره هغه وخت چې ملاتړ شوی کس دندې ته داخليږي او خپله دنده اشغال کوي، همکاري او ملاتړ کوي.

د سي وي CV د جوړولو څخه نیولي د مرکو لپاره تر چمتوالي پورې، د دندې لټون پلیټ فارمونو له لارې، دوی دواړه یوځای دا ریښتینۍ مسیر په ګډه سره ترسره کوي!


دا لارښوونه او رهنمای د ټولو هغو کسانو لپاره دلاس رسې وړ ده چې د دندې په لټون کې دي، که هغه ديپلوم لري او کنه او د هر عمر کسان منل کیږي.

مهمه یادونه: پدې برنامه کې د شاملیدو لپاره، دا اړینه ده چې یوه مشخصه او قوي پروژه ولرئ، په فعاله توګه د دندې په لټه کې یاست او له هرڅه دمخه هڅول شوې او علاق ولری!

ګامونه:

  1. د یو بل پیژندل او د توقعاتو پیژندل: ستاسو اړتیاوې، ستاسو پروژې څه دي؟
  2. د ملاتړکونکي / مرسته کیدونکي کاندید سره یوځای کول او وصل کول (د مسلکي پروژې، شخصیت او جغرافیایي موقعیت په پام کې نیول)
  3. د ملاتړ او مرستې پیلول او د لومړۍ غونډې تنظیمول
  4. د اسنادو شریکول
  5. د مرسته کیدونکي او ښوونکي یا منټور سره د منظم تماس له لارې د دواړو لورو تعقیب
  6. غوږ نیول او د ستونزو په صورت کې منځګړیتوب
  7. د ملاتړ ارزونې په موخه د مرسته ترلاسه کونکي کس، ښوونکي یا منټور او د لا کراوات سولیډیر(La Cravate Solidaire) ټیم ترمنځ د ملاقات تنظیمول.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

لارښود یا منټور ستاسو پوښتنو ته د ځواب ویلو او تاسو ته مشوره درکوي.

د هغه د تخصص څخه هاخوا، لارښود یا منټور د کاندید د ځانګړتیاوو په پیژندلو او ارزښت ورکولو او د هغه سره په ځان د باور ترلاسه کولو کې مرسته کوي او شخصي ملاتړ چمتو کوي.

د مسلکي روزونکي یا منټور د تجربې او معلوماتو په برکت تاسو کولی شئ په فرانسه کې د شرکتونو د قوانینو او تنظیمي چارو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

دا به تاسو سره مرسته وکړي چې د خپلو راتلونکو دندو لپاره ځان چمتو کړی او آرامۍ احساس وکړئ.

منټورنګي یا مسلکي ملاتړ د هغو خلکو لپاره هم د لاس رسي وړ ده چې د وړ روزنې یا روزنې او کار (الترنانس) په لټه کې دي.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0652742905

یا

  • د بریښنالیک له لارې: mentorat@lacravatesolidaire.or

موږ به ستاسو د غوره ملاتړ په موخه ستاسو د اړتیاو په اړه خبرې اترې او معلومات ترلاسه کړو او ددې لپاره به تاسو ته کافي وخت درکړو د ملاقات له لارې.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nawal ghandourد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • zhannaد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • la cravate solidaireایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles