مهم معلومات
د .....................سره د Le Théâtre de la mer سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د یوې ډلې سره تیاتر ترسره کړئ
دا څه دي ؟
- په اونۍ کې یو ځل د 18 - 25 کلنو لپاره وړیا تیاتر ورکشاپونه
د مختلفو هیوادنو خلکو سره د تیاتر تمرین کول. د تمریناتو ساعتونه د ګډون کونکي شتون پورې اړه لري او د انعطاف وړ دي.
- د 18 - 25 کلنو لپاره وړیا تیاتر کورسونه
د مختلفو شالیدونو څخه د خلکو د یوې ډلې سره د تیاتر تمرین کول، او د نوي ګډون کوونکو سره یوځای کیدل او لیدل. دوره د ګډون کوونکو شتون پورې اړه لري او د انعطاف وړ ده.
یادونه: ورکشاپونه د هرچا لپاره خلاص دي: په فرانسوي ژبه ښې خبرې یا زده کړې ته اړتیا نشته، په هر ګروپ کې داسي کسان وي چې کولی شي ژباړه وکړي.
یادونه: فعالیتونه ټول کال خلاص دي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
یو مسلکي کامیډین د ډلې سره کار کوي.
د ورکشاپ په پای کې، ګډونوال به یوه ننداره وړاندې کړي چې په سیمه کې به درې (3) ځلې ترسره شي.
د ورکشاپونو له لارې برخه اخیستونکي د فرانسوي ژبې کچه ښه کوي او په ځان باور ترلاسه کوي.
په هر ګروپ کې، د مختلفو هیوادونو ګډونوال شتون لري.
څنګه یې وکړو ؟
که تاسو د ورکشاپونو سره علاقه لرئ، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ، موږ به تاسو د انټوین مهوت (Antoine Mahaut) سره په اړیکه کې کړو، دا هغه کومیدن دی چې د ورکشاپونو تنظیم کوي.
- د تلیفون له لارې: 0486953594
- د بریښنالیک له لارې: partnerships@letheatredelamer.fr یا communication@letheatredelamer.fr
- Au Théâtre de la Mer : 53 rue de la Joliette, 13 002 Marseille
دوشنبه تر جمعې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 5:00 بجو پورې
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي