مهم معلومات
د .....................سره د "Coup de pouce" ورکشاپونو سره
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د کار مرکې لپاره ځان چمتو کول
دا څه دي ؟
د "Coup de pouce" ورکشاپونه وړیا او د ټولو خلکو لپاره خلاص دي چې په فعاله توګه د دندې، روزنې، کار او زده کړه یا الترنانس، انټرنشپ یا ستاج په لټه کې دي ...
د ښې مشورې ترلاسه کولو لپاره، دا غوره ده چې روښانه مسلکي پروژه ولرئ او یوه مرکه مخکې له مخکې د یو شرکت سره پلان شوې وي .
ورکشاپونه د سه شنبې او پنجشنبې په ماسپښین ترسره کیږي او په 3 برخو کې تنظیم شوي دي:
- د مسلکي جامو غوره کولو لپاره د انځورونو له لارې مشورې،
یادونه: La Cravate Solidaire ژمن دی چې تاسو ته مسلکي جامې چمتو کړي: سوټ، بوټان، نکټایي، کمربند، لوازم ... تاسو کولی شئ د دویم لاس جامو څخه د ټولو نوماندانو لپاره انتخاب کړئ.
- له یوه مسلکي کس سره امتحاني مرکه ترسره کړئ ترڅو تاسو د رسمي مرکې پوښتنو ته چمتو کړي،
د قوت نقطي او د پرمختګ او بهبود برخي، ارامه او تفصیلي خبرې او بحث، د راتلونکي مرکي لپاره مشورې.
- په CV کې د ایښودو لپاره یو عکس.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
هر کاندید د خپل وضعیت سره سم شخصي مشوره ترلاسه کوي.
تاسو کولی شئ د مسلکي کسانو څخه پوښتنې وکړئ څوک چې ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري.
د لا کریوټ سولیډیر (La Cravate Solidaire) په همکارۍ تاسو کولی شئ مسلکي او رسمي جامي ومومئ ترڅو د مرکې په ورځ ښې جامې په ځان کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
0632125048 شمیرې ته له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې زنګ ووهئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
11 مرسته کونکي فعالیت کوي