د ساختمانۍ په برخه کې یو ډپلوم ترلاسه کړئ
سره د CAP+ Bretagne سره

د ساختمانۍ په برخه کې یو ډپلوم ترلاسه کړئ

سره 
د CAP+ Bretagne سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 juil. 2022

دا څه شی دی؟

سي ای پي پلس (CAP +) مهاجرینو ته د ساختمانۍ جوړونې (BTP) په برخه کې زده کړې چمتو شوي روزنه وړاندې کوي. دا د CFA (د زده کوونکو روزنېز مرکز) کې کار او زده کړې په ترسره کولو سره د معاش او مالي مرستي په بدل کې د زده کړې دوره ده چې په لاندې ښارونو کې ترسره کیږي:

  • ایل ای ویلین Ile-et-Vilaine (35) کې،
  • په موربهان Morbihan (56) کې،
  • په کوت دی ارمور Côtes-d'Armor (22) کې،
  • په فینستیر Finistère (29) کې.

د CAP+ روزنه په ویډیو کې ومومئ (3 دقیقې) یا بشپړ راپور وګورئ (16 دقیقې).

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 30 کاله
موده

3 کاله اعظمي

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 30 کاله
موده

3 کاله اعظمي

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

په CFA کې فرانسوي زده کړئ

هره دوشنبه او سه شنبه د CFA مرکز کې د FLE ( فرانسوي ژبه د بهرنې ژبې په توګه زده کړي) کورسونو کې برخه واخلئ.

د کار په ځای کې خپل کسب او شغل زده کړئ

په ټیم او نور خلکو سره یو ځای کار زده کړئ او مسلکي تجربه ترلاسه کړئ.

د روزنې سره سره پیسې وګټئ

دا روزنه د عمر په پام کې نیولو سره د SMIC (د لږ تر لږه اندازې معاش) له 50 څخه تر 100٪ فیصده پورې معاش ورکول کیږي.

یو دنده موندل

ډیری زده کونکي د روزنې په پای کې ګمارل کیږي.

په کلتوري، سیاحتي او سپورت پروژو کې برخه واخلئ

د خپلو ټولګیوالو سره د ډیجیټل کتاب جوړول پیل کړئ:

موږ تفریحي سفرونه او کلتوري فعالیتونه تنظیم کوو:

خپل د موټر چلولو جواز یا لایسنس ترلاسه کړئ

د فرانسوي موټر چلولو ښوونځي (ECF) سره په CFA کې د ترافیکي قوانینو کوډ زده کړې کورسونه ترسره کړئ.

له تاسو سره د 3 کلونو لپاره ملاتړ او ملتیا درسره کیږي

  • د استوګنې په موندلو کې مرسته؛
  • په ټولو اداري او ټولنیزو پروسیجرونو او کړنو کې مرسته.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د روزنېز پروګرام له مسؤولینو سره اړیکه ونیسئ

مادام پیلرین Madame Pellerin سره په 0628339167 شمیره اړیکه ونیسئ یا cecile.pellerin@bati-formation.bzh ته بریښنالیک واستوئ.

وېب پاڼه:

https://www.batiment-cfa.bzh/le-cap-plus/

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
BATCFA35

Bâtiment CFA 35