د "افرادو خدماتو" په برخه کې زده کړه او د کار موندل
سره د Au-delà des frontières سره
دا څه شی دی؟
د فرانسوي ژبې کورسونه سره سره بشپړ ملاتړ، ورسته د افرادو ته د خدماتو (services à la personne) برخه کې روزنه.
د روزنې په پای کې، ګډونوال به د یوه همکار شرکت سره د دایمي قرارداد په لرلو سره کار وکړي.
په برنامه کې د ګډون لپاره ضرورې ده چې په ښه توګه توضیحات او معلومات ورکړی او د اړونده برخې سره خپله علاقه وښیاست.
یادونه: نوم لیکنه د می څخه تر سپتمبر پورې ترسره کیږي (په برنامه کې ګډون د شته ځایونو پورې اړه لري)
دا د چا لپاره دی؟
CDI دایمي تړون
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
CDI دایمي تړون
منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)
ولې دا په زړه پورې ده؟
د مسلکي روزنې پیل کولو دمخه فرانسوي ژبې کورسونه تعقیبول
- په پیل کې 200 ساعته انټنسیو فرانسوي کورسونه،
- ورسته د مسلکي روزنې 400 انټنسیو ساعتونه.
رسمي دیپلوم او تضمین شوی کار ترلاسه کول
د روزنې په پای کې ګډونوال مسلکي ډیپلوم ترلاسه کوي.
د شریکو او همکارو شرکتونو سره په همکارۍ د دایمي تړون په لرلو سره یو ې تضمین شوې دندې ته لاس رسی.
مسلکي نړۍ ته د ننوتلو لپاره مرسته ترلاسه کړئ
هره اونۍ د مسلکي روزنې غونډې د کاندیدانو ادغام او شمولیت د اسانتیا لپاره تنظیم کیږي.
ګډونکونکي کولی شي لاندې موارد زده کړي:
- د دندې مرکې ته ځان چمتو کول،
- سې وي CV جوړول
- یو پوښښ لیک لیکل.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
د خپل کاندیداتوب غوښتنلیک واستوئ
د بریښنالیک له لارې: alezramoshe@gmail.com
د کاندیداتوب غوښتنلیک لپاره لاندې اسناد واستوئ (په فرانسوي یا انګلیسي کې):
- خپل شخصي بشپړ معلومات
- د ځان د معرفي کولو په اړه یو لیک
- پوښښ لیک (موټویشن لیک)
- سي وي
- د کډوالۍ یا قبولۍ د وضعیت تصدیق کولو سند (د استوګنې جواز، ریسپسې)
- فرانسوي یا انګلیسي ژبه کې د خپلې کچې په اړه اسناد او معومات.