د دندې موندلو لپاره روزنه ترسره کول
سره د Au-delà des frontières سره

د دندې موندلو لپاره روزنه ترسره کول

سره 
د Au-delà des frontières سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)20 avr. 2022

دا څه شی دی؟

د 18 څخه تر 30 کلونو پورې د ځوانانو لپاره بشپړ ملاتړ ترڅو د فرانسوي ژبې کورسونه ترسره کړي او ورسته د زده کړې قرارداد سره د سوداګرۍ نړۍ ته ننوځي.

روزنه په 3 برخو کې ترسره کیږي:

  • افرادو ته د خدماتو وړاندې کول برخه کې،
  • وړو ماشومانو سره کار کولو برخه کې
  • د خواړو یا ریستورانت په برخه کې کار کول کې.

په روزنیزه برنامه کې د ګډون لپاره ضرورې ده چې خپل ځان په ښه توګه معرفي کړئ او له پورته ذکر شویو برخو سره علاقه ولری.

یادونه: نوم لیکنه د می څخه تر سپتمبر پورې ده (په برنامه کې ګډون د شته ځایونو پورې اړه لري)

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 30 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 30 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

د مسلکي روزنې پیل کولو دمخه د فرانسوي ژبې کورسونه

- په پیل کې 200 ساعته د فرانسوي ژبې انټنسیو کورسونه،

- ورسته د یو کال لپاره د یوې نیمې ورځي مسلکي روزنه د زده کړې تړون د یوې برخې په توګه.

رسمي دیپلوم او تضمین شوی کار ولرئ

د روزنې په پای کې برخه اخیستونکي د خپل کسب روزنې اړوند یو مسلکي سرلیک یا د ملي زده کړې ډیپلوم ترلاسه کوي.

د شریکو او همکارو شرکتونو سره په همکارۍ ګډونکونکۍ د کار یو کلن قرارداد ترلاسه کوي.

مسلکي نړۍ ته د ننوتلو لپاره مرسته ترلاسه کړئ

هره اونۍ د مسلکي روزنې غونډې د کاندیدانو ادغام او شمولیت د اسانتیا لپاره تنظیم کیږي.

دوی کولی شي لاندې موارد زده کړي:

- د دندې مرکې ته ځان چمتو کول،

- سې وي CV جوړول،

- یو پوښښ (موټویشن) لیک لیکل.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

یو غوښتنلیک واستوئ

د بریښنالیک له لارې: alezramoshe@gmail.com

د کاندیداتوب د غوښتنلیک سره لاندې اسناد او معلومات راواستوئ (په فرانسوي یا انګلیسي کې):

- بشپړ شخصي معلومات

- د ځان معرفت او پیژندنې په اړه یو لیک

- پوښښ لیک

- سي وي

- د کډوالۍ د وضعیت تصدیق کولو سند (د استوګنې جواز، ریسپسي)

- فرانسوي یا انګلیسي ژبه کې د خپلې کچې په اړه اسناد او معلومات.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Au-dela des frontieres