په فرانسه کې د کرنې په برخه کې پوهاوی او کار کول
سره د Vergers du Monde سره

په فرانسه کې د کرنې په برخه کې پوهاوی او کار کول

سره 
د Vergers du Monde سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 1 avr. 2022

دا څه شی دی؟

  • د کروندګرو تر مینځ د لیدو شیبې : له بزګرانو سره لیدنه وکړئ او د خپلې کرنې تجربو په اړه وغږیږئ ، په فرانسه کې د کرنې مسلکونو اړوند پوهیدو لپاره له دوی څخه پوښتنې وکړئ
  • په څو برخو کې د فارمونو لیدنه : د څارویو ساتنه او لویول، د مچیو پالنه (د شاتو مچۍ)، باغونه (د میوه لرونکو ونو وده)، باغداري (د میوو او سبزیجاتو وده) ...
  • د کرنې په برخه کې د خپل هیواد تخنیکونه شریک کړئ
  • د ادغام او شمولیت په پروسه کې ملاتړ : په فرانسه کې د کرنې په سکتور کې د دندې موندلو لپاره انټرنشونه، ستاج او روزنه.

هر سړی په انفرادي ډول ملاتړ کیږي او د هرشخض د پروفایل، اړتیاو، پروژو سره سم مرسته او ملاتړ ورسره ترسره کیږي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

انفرادي ملاتړ

موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

مهم!

انفرادي ملاتړ

موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

ستاسو تجربه مهمه ده

  • تاسو غواړئ بهر کار وکړئ
  • ایا ستاسو طبیعت خوښیږي؟
  • تاسو پوهیږئ چې کاري وسایل وکاروئ
  • تاسو علاقه لرئ

له بزګرانو سره کتل

تاسو به دا فرصت ولرئ چې په خپله سیمه کې د کروندګرو سره وګورئ ترڅو ښه پوه شئ چې دوی څنګه کار کوي، او له هغوی سره خپل تخنیکونه او تجربې شریکې کړئ.

په اړونده سکتور کې دنده ومومئ

که تاسو لیوالتیا لرئ، که چیرې په فارمونو کې ځایونه شتون ولري، او ستاسو پروفایل او سابقې سره سمون ولري، Vergers du Monde به له تاسو سره ستاسو په کاندیدتوب، نوم لیکنه او د کار موندلو کې مرسته وکړي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د نړۍ د باغونو ټولني (Vergers du Monde) سره اړیکه ونیسئ

د پروژې مدیر کیمیل بروCamille Bru چې د بورګون Bourgogne په ښار کې موقعیت لري او د پروفایلونو او اړتیاو پراساس د ملګرو او همکارو سازمانونو او بزګرانو سره د غونډو او کړنو تنظیم کولو په موخه بيلابيلو سیمو ته سفر کوي.

  • د بریښنالیک له لارې: camillebru@vergersdumonde.net
  • د تلیفون له لارې: 0656667575
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Vergers du Monde