Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فرانسوي ژبې کورسونو کې برخه اخیستل

د .....................سره l'association Parabole

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Parabole ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

په ورځني ژوند کې د ښو خبرو اترو او دندې موندلو لپاره د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه.

موږ د مختلفو کچو ګروپونه وړاندیز کوو: سواد زده کړه، A2، B1.

موده : په اونۍ کې د 4 څخه تر 7 ساعتونو پورې د زده کړې کورسونه.

د ګروپونو او کچو مهال ویش :

1 ګروپ : د لوست او لیکلو پیل / سواد زده کړه

دوشنبه او پنجشنبه: د سهار له 10 بجو څخه تر 12 بجو پورې

بیه: €55 د یو کال لپاره

ګروپ 2 : لوړه کچه (د سواد زده کړې کچه 2)

دوشنبه او پنجشنبه: د ماسپښین له 1 بجو څخه تر 3 بجو پورې

بیه: €55 د یو کال لپاره

ګروپ 3 : د فرانسوي ژبې پیل کونکي / A1

دوشنبه او پنجشنبه: د ماسپښین له 3:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پورې

بیه: €160 د څلورو میاشتو لپاره

ګروپ 4 : فرانسوي A2 کچه - له کور څخه یا په آنلاین توګه

چهارشنبه او جمعه یا شنبه: د ماښام له 6:30 بجو څخه تر 9 بجو پورې

بیه: €150 د 4 میاشتو لپاره

ګروپ 5 : فرانسوي B1 کچه له کور څخه په آنلاین توګه (د جنوري څخه)

شنبه: د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې

بیه: €150 د 4 میاشتو لپاره

مهمه یادونه: په هره کچه کې لاهم ځایونه شتون لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

زموږ ښوونکي په فرانسوي کې د بهرنۍ ژبې په توګه د فراغت سند لري.

دوی د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې زده کونکو له لورې پر مخ وړل کیږي، چې په اسوسیشن یا اتحادیه کې د ستاج کونکو په حیث فعالیت ترسره کوي.

کورسونه د کلتوري فعالیتونو او مختلفو ورکشاپونو په تنظیمولو سره تکمیل شوي چې زده کړې لا نورې هم د علاقي وړ ګرځوي او تاسو ته فرصت درکوي چې د فرانسوي کلتور په ښه توګه درک کړئ.

د مثال په توګه، په پاریس کې له موزیمونو او یادگاري ځایونو څخه لیدنه.

زموږ کورسونه په کوچنیو ګروپونو کې تنظیم شوي دي (له 12 څخه لږ کسان).

څنګه یې وکړو ؟

د هر نوماند سره شخصي مرکه تنظیم کیږي ترڅو د هغه د علاقمندي او اړتیاو ارزونه ترسره شي.

ټولو علاقمندو نوماندانو ته ښه راغلاست ویل کیږي.

د اتحادیې رضاکاران په اوکرایني، روسي یا پولنډي ژبو خبرې کوي.

دا ټولنه یا اسوسیشن په پاریس کې په لاندې پته موقعیت لري:

26, rue de la Solidarité, dans le 19e arrondissement à Paris.

  • د دوشنبې څخه تر جمعې پورې خلاص وي، د سهار له 10 بجو څخه د مازدیګر تر 6 بجو پورې.
  • د چارشنې په ورځ تړل وي.

  • د بریښنالیک له لارې: parabole.asso@gmail.com
  • د تلیفون له لارې: 0687203435

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • youد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • paraboleایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles