طبي پاملرنې ته لاسرسی
سره د Promo Soins Brignoles سره

طبي پاملرنې ته لاسرسی

سره 
د Promo Soins Brignoles سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 18 mars 2022

دا څه شی دی؟

اولیه پاملرنه برینول Promo Soins Brignoles د زیان منو او بي وسو کسانو لپاره د روغتیایی خدماتو ځای دی چې طبي پاملرنې او درملنې ته لاسرسی کې ستونزې لري.

دلته شته ټول خدمات د روزل شويو رضاکارانو لخوا د ښه راغلاست او هرکلي سره پیل کیږي. بیا، د ټولنیز خدماتو یو کاکونکی ستاسو په چارو کې به ستاسو ملاتړ کوي (روغتیایي پوښښ له سره جوړول یا نوې کول یا ستاسو د روغتیا پاتې لګښتونه کمول).

ستاسو د حقونو د بیافعالیدو تر وخته پوري، د ډاکټرانو، ارواپوهانو، فارماسیستان او د غاښونو جراحانو یوه ډله کولی شي ستاسو په رضاکارانه توګه درملنه وکړي. موږ تاسو ته د اړتیا په صورت کې درمل هم ورکوو.

د متخصصینو یوه شبکه چې د ښار په مختلفو ځایونو کې کار کوي زمونږ له ټیم سره یو ځای شوي او زمونږ له لخوا ورمعرفي شوي کسان په وړیا توګه تداوي کوي. په دې فعالیتونو کې د روغتیا مخنیوي میاشتني اجتماعي ورکشاپونه هم شامل دي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 0 ته 99 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

83 - Var

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 0 ته 99 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

83 - Var

ولې دا په زړه پورې ده؟

طبي پاملرنې ته لاسرسی

  • ترڅو وکولای شئ درملنې ته لاس رسی ولری، کله چې تاسو روغتیایی پوښښ نلرئ یا کله چې درملنه خورا ګران وي.
  • د دې لپاره چې وکولی شئ یو عمومي متخصص، د شکر ناروغۍ، یو ارواپوه، د غاښونو ډاکټر وګورئ.
  • د درملو ترلاسه کولو لپاره.

په خپلو چارو او اجراآتو کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ

تاسو کولی شئ د روغتیا او صحي خدمات اړوند ستاسو په ټولنیزو چارو کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ.

دا خدمات وړیا دي

دا خدمات هم د فرانسویانو او هم د بهرنیو وګړو لپاره چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي وړیا او د لاس رسې وړ دي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په پرومو سوان Promo Soins کې لومړی استقبال

  • د خپلو ټولو ټولنیزو اسنادو سره راشئ (روغتیا، سرچینې، هستوګنې، او نور) د دوسي په رامینځته کولو کې اسانتیا لپاره.
  • د خپلو طبي اسنادو سره راشئ ترڅو د ډاکټر کار اسانه کړئ،
  • دوشنبه سهار پرته د ملاقات وخت لرو څخه مرکز ته راتلای شئ. په نورو ورځو کې د ملاقات وخت اخیستل اړین دي.
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
PVS-UDV

Provence Verte Solidarités-UDV