دکر کرنې یا زراعت په سکتور کې کار کول
سره د Terre 2 Cultures سره

دکر کرنې یا زراعت په سکتور کې کار کول

سره 
د Terre 2 Cultures سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 23 mars 2022

دا څه شی دی؟

تیر2 کلتور Terre 2 Cultures یوه ټولنه ده چې د هغو کډوالو ملاتړ کوي چې غواړي په کلیوالو سیمو کې میشت شي او د کرنې په سکتور کې کار وکړي.

ټولنه هغو کسانو ته چې علاقمند وې د خپل یو شریک یا همکار بزګر سره د کار او هستوګنې امکانات چمتو کوي او د اړوند شخص د دایمي ځای په ځای کیدو په برخه کې ورسره د ټولنیز، تعلیمي او کلتوري ملاتړ د خدماتو له لارې مرسته کوي.

دا د چا لپاره دی؟

موده

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

مهم!

د یو منزوي کس په توګه

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
50
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

موده

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

مهم!

د یو منزوي کس په توګه

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
50
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

لومړی ګام: استخدام او مستقیم استوګنځی

تیر 2 کلتورTerre 2 Cultures دهغو کډوالو لپاره چې په انزوا کې ژوند کوي او له ټولنیزو ستونزو سره مخ وي او دندې ته په لاس رسې کې ستونزې لري، په مستقیم ډول د کرنې په سکتور کې د کار او استوګنې وړاندیز کوي.

اړونده کسان به د کروندګرو سره اوسیږي او د کرنې په برخه کې به د کروندګرو په توګه کار کوي.

دوهم ګام: ټولنیز، تعلیمي او کلتوري ملاتړ

د تعقیب په جریان کې، ټولنه یا اسوسیشن د خلکو سره د دوی په ادارې چارو او اجراآتو لکه (د کارمندنې مرکزPole Emploi، کاف CAF، بانک، او داسې نور) کې مرسته کوي او د فرانسوي سیسټم اړوند د ښه پوهاوي او معلوماتو په موخه روزنه تنظیموي.

د تیر2 کلتور Terre 2 Cultures اړونده کسانو ته تفریحي فعالیتونو امکانات هم برابروي او د اونۍ د رخصتیو په ورځو کې تفریحي سفرونه هم تنظیموي، لکه (غره، بحر ته تګ، سپورت، او داسي نور).

دریم ګام: د دوامداره ځای په خای کیدو لپاره ملاتړ

هغه کډوال چې غواړي په دایمي توګه ځای پر ځای یا پاته شي، Terre 2 Cultures له هغوی سره مرسته کوي چې:

  • خپل خاص استوګنځای و مومي
  • د کرنې په سکتور یا بل مسلکي ساحه کې د پرمختګ لپاره مسلکي روزنه ومومئ
  • دوی ته نږدې فرانسوي درسونه او تفریحي فعالیتونه ومومئ
  • د دوی د خوځښت او نقل او حرکت لپاره د حل لارې ومومئ: د موټرسایکل لپاره د سړک خوندیتوب سند یا لایسنس (BSR) ترلاسه کړي، د موټر چلولو جواز یا لایسنس ترلاسه کړي، او داسې نور.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

که زه په پاریس کې اوسیږم یا د فرانسې په الی-دی-فرانس سیمه کې ...

  • تاسو کولی شئ د لاندې واټس اپ شمیرې سره اړیکه ونیسئ (0033767102975) او په 14 مه ناحیه د پاریس ښار کې د ټولنې یا اسوسیشن مرکزي دفتر څخه د ملاقات غوښتنه وکړئ.

که زه د فرانسې په سویل لویدیز کې اوسیږم (اوکسیتاني یا نوي اکویتین سیمه کې) (Région Occitanie ou Nouvelle Aquitaine)

  • تاسو کولی شئ د لاندې WhatsApp شمیرې سره اړیکه ونیسئ (0033767102975 )او په مستقیم ډول په مونټابان Montauban ، لاوور Lavaur یا تولوز Toulouse کې د اتحادیې کارمندانو سره د لیدو غوښتنه وکړئ.
  • که تاسو د سیمه ایزو ادارو له کومې ادارې سره راجستر شوی یاست لکه فرانس تیر دی ازیل، ځای ماموریت مرکز، فروم ریفویجي، اوفي، د کارمندنې مرکز (OFII, Forum Réfugiés, France Terre d'Asile, Mission Locale, Pôle Emploi, etc.) نو تاسو کولی شئ له خپل مشاور څخه وغواړئ چې د Terre 2 Cultures ټولنې له مسوولینو سره لیدنه ترسره کړي.

که زه د فرانسې په بله سیمه کې ژوند کوم

  • تاسو کولی شئ د واټس اپ WhatsApp لاندې شمیرې سره اړیکه ونیسئ(0033767102975) او د خپل استوګنې په ښار کې چیرې چې تاسو ژوند کوئ د ملاقات غوښتنه وکړئ.
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
T2C

Terre 2 Cultures