آنلاین روزنه ترسره کړئ او د کار او زده کړې (الترنانس) له لارې یو کسب زده کړئ
سره د OpenClassrooms سره

آنلاین روزنه ترسره کړئ او د کار او زده کړې (الترنانس) له لارې یو کسب زده کړئ

سره 
د OpenClassrooms سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 juil. 2022

دا څه شی دی؟

آنلاین روزنه او په یوه شرکت کې د کار او زده کړې (الترنانس) فرصت ترڅو تجارت زده کړي او د کار بازار ته ننوځي، د بیلګې په توګه:

- د بازارموندنې عملیاتي او مخابراتو مدیر

- پید ګوجیک مسؤل انجینر

- د سیسټم او شبکې مدیر.

روزنه هر وخت پیل کیدی شي. په ورته وخت کې، یو مسلکي کوچ له تاسو سره د شریکانو او همکارو اړخونو د شبکې له منځه د یوه شرکت موندلو کې مرسته کوي، د زده کړې قرارداد او د مسلکي کیدو قرارداد لاسلیک کړي.

په پای کې، تاسو د 5، 6، 7 درجې ډیپلوم ترلاسه کوئ (د bac +2 څخه bac +5 سره مساوي) چې د دولت لخوا پیژندل شوی.

د کورسونو بشپړ لیست دلته .

یادونه: څوک کولی شي یو الترنانس ترسرسه کړي؟ هر څوک چې عمرونه یې د 16 او 29 کلونو ترمنځ وي، په فرانسه کې د کار کولو حق ولري، او همدارنګه د کار غوښتونکي، کولی شي درخواست وکړي. نور پروفایلونه هم کولی شي د کار او زده کړې یا الترنانس ته لاسرسی ومومي، نور معلومات دلته .

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 12 څخه تر 36 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 12 څخه تر 36 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
منځني (متوسط)
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د خپل سرعت سره په انلاین بڼه زده کړې ترسره کړئ

د زده کړې مهالویش او سرعت انعطاف منونکی دی چې د شرکت سره تنظیم کیدای شي چې تاسو استخدام کوي. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ آنلاین روزنه یوه (1) ورځ او په شرکت کې (4) څلور ورځې ترسره کړئ.

مختلف شرایط د ګډونکي وضعیت پورې اړه لري

که تاسو فرانسوی یاست، د کورس شرایط پدې پورې اړه لري چې تاسو یې تعقیب کول غواړئ. تاسو به په پورتني بروشرونو کې ټول معلومات ومومئ.

که تاسو فرانسوی نه یاست، مګر تاسو په فرانسه کې د کار کولو حق لرئ، تاسو د لاندې شرایطو لاندې د کار او زده کړې یا الترنانس لپاره وړ یاست:

- که تاسو یو اروپایی تبعه یاست: نوی راغلی یا نه، تاسو د الترنانس د روزنې پروګرام تعقیبولو امکانات لرئ. تاسو باید په ساده ډول د هویت سند چمتو کړئ. تاسو اړتیا نلرئ د کار جواز لپاره غوښتنه وکړئ.

- که تاسو د اروپا تبعه نه یاست: تاسو کولی شئ د الترنانس یو تړون لاسلیک کړئ، مګر تاسو باید لومړی د فرانسې په خاوره کې د روزنې د لومړي کال ثبوت وړاندې کړئ. تاسو باید د "زده کونکي" د استوګنې جواز هم ولرئ.

وړیا روزنه...

دا د الترنانس یو روزنیز پروګرام دی: دا ستاسو راتلونکی شرکت دی چې ستاسو روزنې تمویل کوي. نو تاسو اړتیا نلرئ چې هیڅ نوع تادیه یا مصارف پریکړئ.

... او یو معاش

تاسو ته ستاسو د تړون له لومړۍ ورځې څخه د الترنانس معاش درکول کیږي.

- د زده کړې تړون د یوې برخې په توګه، تاسو د معاش څخه ګټه پورته کوئ چې ستاسو د عمر سره سم توپیر لري. ترلاسه شوي لږ تر لږه معاش د 21 کلونو څخه پورته عمر لرونکو لپاره د Smic یا SMC (د ترسره شوي دندې لپاره دودیز لږترلږه معاش) سره مطابقت لري. ستاسو معاش ستاسو د قرارداد د فعالیت د هر نوي کال په تیریدو سره زیاتیږي.

- د مسلکي کولو قرارداد د یوې برخې په توګه، معاش ستاسو د ابتدايي روزنې یا تعلیمي کچې او ستاسو عمر سره سم توپیر لري.

نور معلومات دلته

د کار مطالعې قرارداد زموږ د شریک شرکتونو څخه وړاندیز کوي

د شریک شرکتونو وړاندیزونو سره مشوره وکړئ: https://oc.cm/cfajobs-refugees-info

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د معلوماتو په غونډه کې ګډون وکړئ او غوښتنلیک واستوئ

1. دلته د معلوماتو غونډې لپاره ځان راجستر یا ثبت کړئ (تاسو باید نیټه وټاکئ)

2. خپل غوښتنلیک مستقیم په ویب پاڼه کې وسپارئ: https://oc.cm/alternance-refugies-info

- د تماس فورمه ډکه کړئ

- د غوښتنلیک یا نوماندۍ دوسیه چمتو کړئ (سې ويCV، پوښښ لیک، مسلکي پروژه، او نور)

- د داخلې مسؤول سره د ویډیو کنفرانس له لارې مرکه ترسره کړئ

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

OpenClassrooms