د جورا د ځوانانو ګټې( Avantages Jeunes du Jura) کارت ترلاسه کړئ
سره د Info Jeunes Jura سره

د جورا د ځوانانو ګټې( Avantages Jeunes du Jura) کارت ترلاسه کړئ

سره 
د Info Jeunes Jura سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 28 févr. 2022

دا څه شی دی؟

تیر 2 کلتور Terre 2 Cultures یوه ټولنه ده چې د هغو کډوالو ملاتړ کوي چې غواړي په کلیوالو سیمو کې میشت شي او د کرنې په سکتور کې کار وکړي.

دا ټولنه هغو کسانو ته چې علاقمند وي د خپل یو شریک بزګر سره د کار او استوګنې امکانات برابره وي او د ټولنیز، تعلیمي او کلتوري ملاتړ له لارې يې په سیمه کې د دایمي استوګنې په برخه کې ورسره مرسته کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 0 کاله
موده

1 یوکال

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
8
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

39 - Jura

هدف شوي کسان

له 6 څخه تر 24 میاشتو پورې

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 0 کاله
موده

1 یوکال

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
8
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

39 - Jura

ولې دا په زړه پورې ده؟

لومړی ګام: استخدام او مستقیم استوګنځی

تیر 2 کلتور Terre 2 Cultures په مستقیم ډول د کرنې په سکتور کې د کار او استوګنې وړاندیز کوي د هغو کډوالو لپاره چې ټولنیزې ستونزې لري او کار ته لاس رسی کې له مشکلاتو سره مخ وي.

اړوند کسان به د کروندګرو سره اوسیږي او د کروندګر په توګه به کار کوي.

دوهم ګام: ټولنیز، تعلیمي او کلتوري ملاتړ

د تعقیب په جریان کې، اتحادیه د اړوندو کسانو سره د دوی په ادارې چارو او اجراآتو، لکه (د کارمندنې مرکز Pole Emploi، کاف، بانک، او نورو)کې مرسته کوي او د فرانسوي سیسټم د ښه پوهاوي او معلوماتو په برخه کې ورته روزنه تنظیموي.

تیر 2 کلتور Terre 2 Cultures اړونده کسانو لپاره تفریحي فعالیتونه او د اونۍ په رخصتیو کې تفریحي سفرونه تنظیموي، لکه (غره، بحر ته تګ، سپورت، او داسي نور).

دریم ګام: په دوام داره توګه د ځای په ځای کیدو لپاره ملاتړه

د هغو کډوالو لپاره چې غواړي په دایمي توګه میشت شي، Terre 2 Cultures له دوی سره مرسته کوي چې:

  • دوی د استوګنې خپل ځای پیدا کړي
  • د کرنې په سکتور یا بل مسلکي ساحه کې د پرمختګ لپاره مسلکي روزنه ومومئ
  • دوی ته نږدې فرانسوي درسونه او تفریحي فعالیتونه ومومئ
  • د دوی د خوځښت یا نقل او حرکت په موخه د حل لارو مندل، لکه: د موتر سایکل چلولو جواز ترلاسه کول (BSR)، د موټر چلولو جواز یا لایسنس ترلاسه کول، او داسې نور.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

که زه په پاریس کې اوسیږم یا د فرانسې په الی-دی-فرانس سیمه کې ...

  • تاسو کولی شئ د واټس اپ WhatsApp لاندې شمیرې سره اړیکه ونیسئ (0033767102975) او د پاریس 14مه ناحیه کې د اتحادیې له مرکزي دفتر څخه د ملاقات غوښتنه وکړئ.
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
6 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
IJJ

Info Jeunesse Jura