Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

آنلاین روزنه ترسره کړئ چې د ایل د فرانس ile-de-France لخوا تمویل کیږي

د .....................سره د OpenClassrooms سره

د.........لخوا وړاندیز شوي OpenClassrooms , Région Ile-de-France...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 роки тому

په انلاین بڼه وړیا زده کړه چې د 7 څخه تر 12 میاشتو کې د دمعلوماتي ټکنالوژۍ په برخه د یو مسلک زده کول په هدف تنظیم شوی.

دا پروګرامونه ستاسو سره ستاسو د نوي مسلکي او شخصي ننګونو په پوره کولو کې مرسته او ملاتړ کوي. د 16 روزنیزو کورسونو څخه یو تعقیب کړئ، چې د کور څخه د لاسرسي وړ دي او له دې لارې نوي مهارتونه زده کړئ او وده ورکړئ او یو داسې شغل او کسب زده کړئ چې د کار مواقع پکې زیاتې وي، د بیلګې په توګه:

- د ټکنالوژۍ یا آټي برخه کې تخنکي مسؤول

- سوداګریز اتاشی

- د ویب سایټ یا اپلیکیشنونو جوړونکی

په دې برنامه کې د نوم لیکنې لپاره درې شرطونه شتون لري:
> د کار مندنې مرکز Pôle Emploi سره باید ثب یاست

> په فرانسه کې ژوند کوي

> د مایکروفون او ویب کیم سره کمپیوټر ولرئ، یو ښه انټرنیټ اتصال او د کار کولو لپاره یو خاموش ځای.

د لاندې لینک له لارې په دې پروګرام کې د روزنېز پروګرام بشپړ لیست مندلی شئ:https://oc.cm/oc-ref-info

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په پروګرام کې وړاندیز شوي زده کړې په بشپړ ډول د ایل د فرانس ولایت لخوا تمویل او په غاړه اخیستل شوي (د هغو خلکو لپاره چې د کارمندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوي او د پاریس په سیمه کې ژوند کوي).

په پرګرام کې برخه اخیستونکو ته معاش یا مالي مرسته هم د ځینو شرایطو لاندې ورکول کیدی شي.

ټولې زده کړې رسمي بڼه او ډیپلوم لري چې (RNCP سرلیکونه د Bac +2 څخه Bac +5 کچې پورې).

تاسو به مسلکي پروژې ترسره کړئ یا منوګرافونه ولیکئ، چې هغه تاسو باید د دفاع لپاره دخپل مسلک په برخه کې متخصصینو ته وړاندې کړئ ترڅو ستاسو لاسته راوړې مهارتونو تایید کړي.

یو ښوونکی به د روزنې په جریان کې د زده کړو د اسانتیا په موخه له تاسو سره مرسته کوي.

مسلکي کسان به د روزنې څخه وروسته د دندې موندلو کې له تاسو سره مرسته کوي.

پرته له دې چې تاسو له خپل ځای څخه ولاړ شئ د کمپیوټر له لارې تاسو کولی شئ نوي مهارتونه زده کړئ او په هغو برخو کې زده کړې او پرمختګ وکړئ چې په هغه کې نن سبا د کار مواقع دېرې وي.

د کورس مواد به هر وخت د لاسرسي وړ وي.

چیرته او کله چې تاسو غواړئ په خپل سرعت سره زده کړې ترسره کړئ.

  • ځینې کورسونه هیڅ مخکنې شرایط نلري (دا ممکنه ده چې د هیڅ ډیپلوم لرلو پرته ځان ثب کړئ): د بیلګې په توګه د مالي چارو مدیریت یا د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې زده کړې
  • ځینې کورسونه اړتیا لري چې د دولسمې ټولګۍ سند ولرئ، یا bac + 2 یا bac + 3: د مثال په توګه سوداګریز اتاشی یا ډیټا ساینټست په برخو کې
  • که ستاسو مورنۍ ژبه فرانسوي نه وي، نو د ډیری کورسونه لپاره لازمي ده چې د B2 کچه ولرئ
  • د ځینېو زده کړو لپاره تخنیکي مهارتونه اړین دي.

د هرې روزنې په اړه ټول دقیق معلومات د دې لینک له لارې ترلاسه کولای شئ : oc.cm/oc-ref-info

څنګه یې وکړو ؟

1. د معلوماتو غونډې لپاره نوم لیکنه د لاندې لنک له لارې ترسره کړئ: https://app.livestorm.co/openclassrooms-1/partnership-oc (یوه نیټه غوره کړئ)

2. خپل غوښتنلیک مستقیم په ویب پاڼه کې وسپارئ: oc.cm/candidature-ref-info

- د تماس فورمه ډکه کړئ

- د غوښتنلیک دوسیه واستوئ (CV، پوښښ لیک، مسلکي پروژه ...)

- د داخلې مسوول سره د ویډیو کنفرانس له لارې مرکه وکړئ.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • youد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • elisebد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • openclassroomsایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles