Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ډیجیټل ټکنالوژۍ برخه کې لومړني مهارتونه زده کړئ

د .....................سره د le Passeport Numérique et OpenClassrooms سره

د.........لخوا وړاندیز شوي OpenClassrooms , Pôle emploi...میاشي کیږي چې نوي شوي 3 роки тому

د کمپیوټر کارولو د زده کړي انلاین روزنه او په مسلکي ژوند کې پرمختګ وکړي.

هغه مهارتونه چې په دې روزنه کې شامل دي په لاندې ډول دي:

  • د کمپیوټر اساسات زده کول
  • په مؤثره توګه انټرنیټ نیویګیټ کول او په انټرنيټ لوټون کول
  • د بېلا بېلو روزمره سافټویرونه کارول او استفاده کول (لیکنې پروسس کول)
  • د آنلاین خدماتو په کارولو سره اړیکه او همکاري کول، بریښنالیکونه استول
  • خپل د ډیجیټل ټکنالوژۍ کاري چاپیریال خوندي کول، په انټرنیټ کې د محرمیت او شخصي معلوماتو ساتنه
  • یوه ساده تخنیکي ستونزه په خپلواکه توګه حل کول.

د روزنې په پای کې او د OpenClassrooms لخوا تنظیم شوي کوميټې له لورې ستاسو د مهارتونو تایید ولو ورسته، تاسو کولی شئ د "ډیجیټل پاسپورټ" سند ترلاسه کړئ.

تفصیلي روزنیز پروګرام دلته دی او مراجع ورته وکړئ .

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د روزنې په جریان کې تاسو د مسلکي او کاري نړۍ اړوند په ګټورو پروژو کار کوئ:

- د سوداګرۍ سفر چمتو کول

- خپلو همکارانو ته یوه نوې وسیله یا خدمت وړاندې کول

- د ډیجیټل وسیلو یا خدماتو په برکت ستاسو د شرکت استخدام ته وده ورکول

- د کمپیوټر سیکورټي په موخه یو ټیم روزل

- د خپل تعلمي پلان په اړه یوه معلوماتي طرحه جوړه ول او وړاندې کول.

د کمپیوټر له لارې له خپل کورڅخه پرته له دې نه چې بل ځای ولاړ شئ، تاسو کولی شئ نوي مهارتونه زده کړئ او په مسلکي توګه وده وکړئ.

د 4 میاشتو بشپړ وخت (په اونۍ کې 30 ساعته، ټولټال 500 ساعته)، پلیټ فارم په ورځ کې 24 ساعته، په اونۍ کې 7 ورځې ستاسو د روزنې په جریان کې د روزونکي (مسلکي ښوونکي) انفرادي ملاتړ سره.

زده کړې د " لرې څخه د روزنې" پروګرام په توګه 100 فیصده تمویل کیږي - د کارمندنې مرکز Pôle Emploi د 100 آنلاین حلونه د هغو خلکو لپاره چې ده چې د کار غوښتونکي په توګه یې ځانونه ثبت کړې وي، د عمر محدودیت نشته.

روزنه په ټول کال او ټوله فرانسه کې د لاسرسي وړ ده.

دا روزنه د ټولو لپاره خلاصه او د لاس رسې وړ ده، دا اړینه نه ده چې ډیپلوم ولرئ.

مګر د راجستر یا نوم لیکنې لپاره لاندې شرایط شتون لري:

- د کارمندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوې یاست

- کمپیوټر ته لاس رسی او یو ښه انټرنیټ اتصال

- که ستاسو مورنۍ ژبه فرانسوي نه وي، نو دا مشوره درکول کیږي چې د B1 - B2 کچه ولرئ ترڅو په هرڅه پوه شئ او روزنه تعقیب کړئ.

- د روزنې دمخه د Pix ازموینه ترسره کړئ او په یادو 5 ساحو کې په هره یوه کې د لومړنیو مهارتونو لپاره لومړۍ کچه ترلاسه کړې او په ازموینو کې د 5 مهارتونو هرې برخه کې لږترلږه 50 فیصده نمرې ترلاسه کړئ.

موږ تاسو ته مشوره درکوو چې د معلوماتو په غونډه کې ګډون وکړئ

  • د OpenClassrooms تدریسي او د آنلاین روزنې ګټې ومومئ
  • د "ډیجیټل پاسپورټ" روزنې ځانګړتیاوې په اړه ځان خبر کړئ
  • دنوماندۍ او نوم لیکنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ
  • خپلې پوښتنې په ژوندۍ بڼه وپوښتئ

د دې لینک له لارې د معلوماتي غونډې لپاره نوم لیکنه یا راجسټریشن ترسره کړئ دلته (یوه نیټه غوره کړئ).

څنګه یې وکړو ؟

1. د معلوماتو غونډې لپاره د نوم لیکنې لپاره لینک: دلته کلیک کړئ.

2. خپل غوښتنلیک مستقیم په ویب پاڼه کې وسپارئ: oc.cm/candidature-ref-info

  • د اړیکو فورمه ډکه کړئ
  • د غوښتنلیک دوسیه چمتو کړئ ( سي وي CV، پوښښ لیک، مسلکي پروژه، او نور)
  • د داخلې له مسؤول کس سره د ویډیو کنفرانس مرکه ترسره کړئ

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • margotgltاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • youد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • fatma bouhejbaد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • openclassroomsایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles