Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره د PARLERA.FR سره

Association Formation Ingénierie
د.........لخوا وړاندیز شويAssociation Formation Ingénierie

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

په Auvergne-Rhône-Alpes کې فرانسوي کورسونه ومومئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ans

دا څه دي ؟

یو ویب پاڼه چې تاسو ته اجازه درکوي چې د فرانسوي ژبې کورسونو، ازموینو، اتحادیو او د حل لارې چارو په اړه معلومات ومومئ چې د اوورن رون- الپس (Région Auvergne-Rhône-Alpes) سیمه کې شتون لري.
دا ویب پاڼه د زده کونکو او مسلکیانو لپاره ده چې لاندې معلومات ارایه کوي :

  • په هره څانګه کې د فرانسوي ژبې کورسونو او د ژبې روزنې لیست (" تاسو ته نږدې روزنه ومومئ " برخي باندې کلیک وکړئ)
  • په هره څانګه کې د فرانسوي ژبې ازموینو اخیستلو لپاره د مرکزونو لیست (DELF, DCL, TCF, TEF...) (" تاسو ته نږدې د ازموینې مرکز ومومئ " برخه باندې کلیک وکړئ)
  • د مسلکي کسانو او رضاکارانو لپاره اسناد، ویب پاڼې او معلوماتي سرچینې (د " یو کس ملاتړ کول" برخه کلیک وکړئ)
  • د بې سوادۍ د سرچینو مرکزونو لیست چې د فرانسوي ژبې د زده کړې او د لومړني مهارتونو ته د ودې ورکولو لپاره د ګامونو پورته کولو کې مرسته کوي (په " سیمو کې CRI " برخه باندې کلیک وکړئ)

په Auvergne-Rhône-Alpes سیمه کې د ژبې د فعالیتو او منابعو دا پورټل یا پلټفارم د بې سوادۍ د سرچینو مرکزونو او ALF Auvergne شبکې لخوا پرمخ وړل کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ د خپلو اړتیاو سره سم ټول اړین معلومات د Auvergne-Rhône-Alpes په سیمه کې ومومئ (Ain, Allier, Ardèche, Cantal, Drôme, Isère, Loire, Haute-Loire, Puy-de-Dôme, Rhône, Savoie, Haute-Savoie) :

  • د ورځني ژوند لپاره فرانسوي یا د کار لپاره فرانسوي ژبې زده کول
  • د فرانسوي ژبې لیکل زده کول یا د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې زده کول (د A1 کچې څخه)
  • د اوفي OFII برنامه، د مسلکي ادغام لپاره د ژبې روزنه...
  • د ورځې له مخې کورسونه یا د شپې او شنبې کورسونه.

دا ځای په ځانګړې توګه د ټولنیز مسلکي ادغام په برخه کې کارکونکو، لارښود مشاورینو، د روزنې وړاندیز کونکو، ټولنیز او یا ټولنیز-کلتوري ملاتړ ورکونکو رضاکارانو او نورو ته وقف شوی دی.

  • د لویانو لپاره د زده کړې اوسني شرایطو په اړه ښه پوهیدل
  • په ښه توګه د هغو کسانو لارښونه او معلومات ورکول چې په فرانسوي ژبه یا لومړني مهارتونو کې له ستونزو سره مخ وي.

څنګه یې وکړو ؟

" تاسو ته نږدې زده کړې ومومئ " پاڼه کې یا " تاسو ته نږدې د ازموینې مرکز ومومئ " پاڼه کې،

> هغه معلومات غوره کړئ چې تاسو ورسره علاقه لری

> د نقشې په پایلو کلیک وکړئ

> د نوم لیکنې لپاره تاسو ته نږدې ټولنې، اسوسیشن او یا ازموینې مرکزونو سره اړیکه ونیسئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
youyouد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
gracegraceد صفحي پورته برخه
evan landryevan landryد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
eugeniaeugeniaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olena358olena358د صفحي پورته برخه
danagreendanagreenد صفحي پورته برخه
equipe afiequipe afiایډیټر او کره کتونکی