د کار موندلو لپاره ملاتړ
سره د PACEA سره

د کار موندلو لپاره ملاتړ

سره 
د PACEA سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)5 août 2022

دا څه شی دی؟

دا د محلي ماموریت یوه ملي برنامه ده چې د ځوانانو سره مرسته کوي (د 16 او 25 کلونو ترمنځ) د مسلکي پروژې تعریف او کار موندلو کې. دا برنامه د پاسیا PACEA په نوم یادیږي: د کار او خودمختاری په لور د ملاتړ تړون.

دا د یو ځوان او محلي ماموریت ترمنځ انفرادي او قراردادي ملاتړ دی.

د هر ځوان لپاره چې له دې برنامې سره یوځای کیږي، سیمه ایز ماموریت د هغه سره په شخصي توګه مرسته کوي او کار موندلو کې ورسره مرسته کوي. د وضعیت او اړتیاو په پام کې نیولو سره، دا ممکنه ده چې مالي تادیه ولري (497 یورو اعظمي که چیرې نوموړی ځوان نورې مرستې نه ترلاسه کوي).

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 16 ته 25 کاله
موده

12 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

یوځانګړی مسؤول

د ادغام یو مشاور به له تاسو سره ستاسو د ادغام د مسیر په ټوله موده کې له تاسو سره همکار او ملاتړ کونکی وي.

په سوداګرۍ او شرکت کې شمولیت

تاسو به ددې امکانات او فرصت ترلاسه کړی چې په یو شرکت کې شمولیت اختیار کړئ ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې د کسبونو په اړه، د خپلې مسلکې پروژې د عملي کیدو په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ او یا هم په شرکت د استخدام دمخه د د شمولیت امکان ولری.

د کار وړاندیزونو ته لاسرسی

تاسو به زموږ د شریکو او همکارو شرکتونو له لارې د دندو یو شمیر وړاندیزونو ته لاسرسی ومومئ.

ستاسو له وضعیت سره هراړخیزه چلند

تاسوکولای شئ د روغتیا، کور، وګړو په برخه کې د شریکو او همکارو اړخونو سره په تماس کې شئ .

مالي مرسته

ستاسو په اجراآتو او چارو کې د مرستې په موخه کیدای شي چې له تاسو سره مالي مرسته ترسره شي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د تشخیص مرکه

مخکې له دې چې PACEA ته داخل شی یا یوې همکارې ادارې ته ور معرفي شی، یوه ابتدايي تعریفي مرکه (د مشاور او ځوان تر منځ ترسره کیږي) چې دا ددې امکان برابروي چې د وضعیت، غوښتنو، اړتیاو یا د ځوان شخص د توقعاتو پیژندنه او همدارنګه ترلاسه شوي مهارتونوپه اړه معلومات ترسره شي.

د مشاور او د هغه د شریکو همکارو ادارو د مشترکو هلوځلو په نتیجه کې د دې ابتدايي تشخیص پایلې په پام کې نیول کیږي ترڅو د ځوان ګډونکونکی په PACEA کې د زده کړو په جریان کې دغو مهارتونو او مواردو ته وده ورکړل شي.

په لاندې ویب پاڼه کې وخت واخلئ:

https://missionlocalemarseille.fr/pre-inscription/

د تړون لاسلیک کول

د لومړۍ مرکې وروسته، ځوان او سلاکار بیا یوه میاشت وخت لري چې د مرستې دورې تړون ترسره کړي.

په PACEA کې د ځوانانو ژمنتیا د کار او خپلواکۍ (PACEA) په لور د قراردادي ملاتړ دورې لپاره د سیمه ایز ماموریت سره د تړون لاسلیک کولو سره عملي کیږي.

دلیدنی لپاره وخت وټاکه

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Mission locale marseille

Mission locale marseille