مهم معلومات
د .....................سره د Les Bons Clics سره
د.........لخوا وړاندیز شويWeTechCare
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1
قیمت
وړيا
دا چېرته دی ؟
په ډیجیټل ټکنالوژۍ کې روزنه ترلاسه کول
دا څه دي ؟
"لیس بون کلیک" په ډیجیټل ټیکنالوژۍ کې د ځان روزنې او زده کړې لپاره یا د ډیجیټل ټکنالوژی په برخه کې له نور خلکو سره د مرستې په موخه یو تعلیمي پلیټ فارم دی.
په دې پلیټفارم کې تاسو لاندې مطالب موندلای شئ:
- زده کړوته لاسرسی: ترڅو ګټه اخیستونکي وکولی شي د خپل کور څخه وړیا روزنه ترسره کړي!
د تلیفون شمیرې یا بریښنالیک آدرس له لارې وړیا حساب رامینځته کړئ ترڅو ټولو مینځپانګو او معلوماتو ته لاسرسی ومومئ او په خپله په انفرادې ډول له خپل کور څخه روزنه ترسره کړئ! - یو ګټور او مرسته کونکی پليټفارم: له 35,000 زره څخه ډیر ډیجیټل مرسته کونکي کسان لا دمخه د هغوی په ورځني ملاتړ کې د بون کلیک (Les Bons Clics) سرچینې کاروي.
- د رسنیو ځای: د ډیجیټل ټکنالوژی په برخه کې د نویو پیشرفتنو څخه ځان باخبره ساتل، الهام اخیستل او په سیمو کې د نوښتونو روښانه کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
ډیری روزنیز موضوعات:
- لومړني ډیجیټل مهارتونه (کمپیوټر، سمارټ فون، ټابلیټ)
- حرفوي ادغام
- حقونو ته لاس رسی (ایملي Ameli، د کار مندنې مرکز Pôle Emploi، کاف CAF او داسې نور...)
- ای روغتیا (E-santé) په انلآین بڼه روغتیايي خدماتو ته لاس رسی
- خوځښت، یا نقل او حرکت/انرژی
- آنلاین بانکنګ
- د والیدینو د مسؤولیتونو په اړه معلومات او ډیجیټل ...
- په ساحه کې ډیزاین شوي مینځپانګې او معلومات چې د کاروونکو سره یوځای جوړې شوي او ازمویل شوي.
- د روزنې موضوعات: د ډیجیټل شمولیت یا ادغام فعالیت رامینځته کول (د یوې پروژې رامینځته کول چې د جوړښت او ګټه اخیستونکو اړتیاوې پوره کوي) / د مرسته کونکي وضعیت (د ډیجیټل ټکنالوژی په برخه کې د مرستې او ملاتړ روزنه د تشخیص یا ستونزو د پوهاوي څخه نیولي بیا د ورکشاپونو تر تنظیمولو پورې) ...
- موضوعي ټولنې او د ډیجیټل موضوعاتو په اړه د ملګرو سره د خبرو اترو لپاره یو فورم (+ 10,000 جوړښتونه زموږ په نقشه کې حواله شوي).
- د مرسته کونکو لپاره په منظم ډول د تبادلې او روزنې وختونه: د ډیجیټل شمولیت ننګونو تشریح کول، د پلیټ فارم مسؤولیت په لاس کې نیول، د ډیجیټل پاملرنې کونکي موقعیت ملاتړ کول، د ځانګړي ورکشاپونو اداره کول (د مثال په توګه: د انټرنیټ له لارې لټون کول، په آنلاین بڼه د یوې دندې لپاره غوښتنه کول، او داسې نور)
څنګه یې وکړو ؟
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي